جمعه, مې 17, 2024
Homeمقالېدریطالبانو سړکونو ته څومره زیان اړولی؟| سید عبدالله پاچا

طالبانو سړکونو ته څومره زیان اړولی؟| سید عبدالله پاچا

افغانستان کې اولس کلنې جګړې د نورو زیانونو تر څنګ ټولګټو پروژو ته سخت زیانونه اړولي چې جبران کول یې کلونه وخت او میلیونونه ډالر غواړي چې بیا ورغول شي.

د ټولګټو وزارت د مالوماتو په اساس، د افغانستان ۲۵ سلنه سړکونه طالبانو یا بیخي له منځه وړي او یا یې تخریب کړي دي.

طالبانو په دې کلونو کې د لوی لارو تر څنګ زیات فرعي سړکونه لکه د ولسوالیو او ښارونو ته نږدې سړکونه په بیلدوزرو او تراکتورو وران کړي دي.

د دې تر څنګ طالبانو پلچکونه او سړکونه په ماینونو له منځه وړي چې بیا رغول یې اسانه کار نه دی او زیات مصرف پرې راځي.

طالبانو دا کار په اګاهانه ډول کړی دی، ځکه د افغانستان جګړه د بربادۍ او ویجاړۍ لپاره کیږي او طالبانو ته دستور ورکول کیږي چې هیڅ داسې ځای جوړ پرنږدي چې خلک ترې ګټه واخلي او د افغانستان راتلونکی پکې تضمین شي.

طالبانو ځینې سړکونه له دې امله وران کړل چې ماین پرې نه خښیده او ځینې نور یې له دې کبله پکې خندقونه جوړه کړل چې افغان ځواکونه او ملکي خلک پرې تګ راتګ و نه کړي.

د غزني ـ پکتیکا سړک، د هلمند د نادعلي ـ مارجې سړک د کابل ـ کندهار سړک یې ښه مثالونه دي چې طالبانو پرې اعتراف کړی دی.

په دې سړکونو باندې میلیونونه ډالر لګښت راغلی و چې یوه برخه یې د ملي بودجې څخه ورکول شوې وې او نورې یې مرستندویه هېوادونو کړې وې.

د دې سړکونو ډیزاین او سروي باندې زیات وخت مصرف شوی و او بیا قراردادي شرکت ته ورکول شوي و چې د خلکو ژوند ورسره ښه شي.

خو طالبان چې هیڅ یې پر افغانانو ښه ژوند نه لوریږي، دا سړکونه یې په یو ورځ، یو ساعت کې په یو ماین له منځه یوړل .

طالبان د دې هېواد لپاره ناسور دی او تر څو چې دا ډلې په افغانستان کې وسله وال فعالیت کوي، د افغانانو لپاره به ستونزې جوړوي او په یوه او بله پلمه به دا هېواد له پرمختګ راګرځوي.

قیر سړکونه د خلکو لپاره جوړ شوي چې ګټه ترې واخلي، د ساعتونو مزل په دقیقو کې طی کړي، دغه راز له دې سړکونو طالبان او د دوی کورنۍ هم ګټه اخلي، خو دا چې طالب مزدور دی او په خپل واک کې نه دی نو ورانکاري کړنې ترسره کوي، داسې ورانکارې کړنې چې نه یې اسلامیت مني او نه یې انسانیت.

افغان حکومت اوس پتیلي چې دا سړکونه بیا جوړ کړي، د دې سړکونو د ساتنې او څارنې لپاره یو پلان جوړ کړي، خو زه فکر کووم تر څو چې طالب وي، سړک او پلچک به ورانوي او طالب د همدې کار لپاره رامنځ ته شوی دی.

1 COMMENT

  1. دا دومره تخریب او وژنه د نارمل انسان کار ندی او نه د افغان کار دی ، نه د مسلمان کار دی او بیا طالب العلم د دینی تربیت سره هیڅکله په مکرویانو کی ماشومان نه حلالوی او نه معیوبین او نه ملکیان وژنی او دا ډول تخریبات او وژنی د ایمان او اسلام سره اصلا تړاو نلری.
    خو خیر دی کی دی چه طالب العلم ، افغانی مدارسو ته راوګرځی د خپلو معتبرو علماوو نه زده کړه وکړی، د دینی تربیت تجدید وکړی ، د طالب العلم حیثیت اعاده کړی او لدی بی واکه او بی لجام مخربینو ،قاتلانو او شر اچوونکو ځان جدا او د دعوت او اصلاح د لاری چی مشروعیت لری او خیر یی بشریت ته رسیدای شی ځان وسیله د خیر او نجات وګرځوی چی هم انسانی او هم اسلامی ده
    او د طالب العلم او علماوو عزت او حیثیت قرآنکریم او احادیثو تر ټولو ډلو لوړ ښودلی او اجر یی هم تر ټولو لوړ دی نو طالب العلم او علما هیڅکله هم دا حیثیت او عزت په ټوله دنیا نه ورکوی نو څه ضرور چی خپل واک غلو ،قاتلانو او د انسانیت دښمنانو ته ورکړو.یا اولی الالباب!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب