سه شنبه, مې 14, 2024
Homeکلتوربابک او کندهاری شاهرخ خان | محمدابراهیم سپېڅلی

بابک او کندهاری شاهرخ خان | محمدابراهیم سپېڅلی

عبدالله ابدالي په کندهارکي هغه پيژندل سوې هنري څیره ده، چي په یوازي سر څو کماله سرته رسولای سي

نوموړی پنځه دیرش کاله وړاندي د کندهار ښار د څلورمي ناحیې په یوه هنري کورنۍ کي سترګي دې دنیا ته رغړولي دي.

پلار يې کریم جان نومیږي، چي د کندهار له سپین ږیرو سندرغاړو څخه دی او زیات مینه وال يې له ږغ سره اشنا دي.

ابدالي له دولسم ټولګي فارغ، خو د اقتصادي ستونزو له امله تر دې ګړیه لوړي زده کړي ورڅخه پاته دي.

واده يې کړی، درې لوڼي او دوه زامن لري.

له تیرو لسو کالو راهیسي د تمثیل په ډګر کي خپل مینه وال په بیلا بیلو ډارمايي کرداردنو خوښ ساتي

تراوسه يې په سل راډیويي، ټلویزیوني او سټیج ډرامو کي رنګا رنګ کردارونه لوبولي دي.

د تمثیل ترڅنګ يې دوه سوه نوي او زاړه هندي فلمونه  په کندهارکي د «پلار» په نامه یوشخصي پروډکشن ته ژباړلي او په دغو ژباړل سویو یادو فلمونو کي يې له یوشمیر اداکارانو سره ږغ دوبله کړی دی.

ممنون مقصودي، امیتابچن، شاهروخ خان، عامرخان او نصرالدین شاه يې د خوښي اداکاران دي.

په لومړي ځل يې هنري کار د کندهار له دولتي ټلویزیون سره د (خوږو او ترخو) په طنزیه خپرونه کي شروع کړ، چي خورا زیات لیدونکو خوښ او تر ډیره په هغه خپرونه کي پاته سو.

«په لومړي ځل مي د خوږو او ترخو په طنزیه خپرونه کي قدم کښېښود، بیا دنشيي توکو پر ضد په تیاتر کي ولوبیدم، دا تیاتر پر کندهار ولایت سربیره په نژدې ولایتونو کي هم خلکو ته وړاندي کیدی.

په هغه تیاتر کي ما د یوسپین ږیري رول لوبولی و، چي له هغه ځایه دغه رول د خلکو پر زړه ښه ولګیدی اود تیاتر ملګرو هم راته ویل، په دې کردار کي بریالی يې.

وروسته مو په کندهارکي د هیواد ټلویزیون، بیا شمشاد او ان ترخیبر ټلویزیون پوري مو هم ډرامې ورسیدې، چي دادی تراوسه په دې کار اخته یم.»

عبدالله ابدالي هر رول ښه لوبولای سي، خو د (بابک) او شاهرخ خان رولونه يې په کندهار او سویلي حوزه کي  ډیر مشهور دي.

نوموړي دوه کاله په کندهارکي له یوې سیمه ییزي راډیو څخه د (بابک) په نامه د ټولني ستونزي راسپړلې او اوس بیا په یوه بله شخصي راډیو کي د (شاهرخ خان ) په نامه سندریزه خپرونه پر مخ بیايي، چي  ډیر ځوانان يې ددې خپروني اورېدونکي دي.

« د بابک په رول کي زما کردار د یو داسي سپين ږیري دی، چي اوریدونکو ته مشورې ورکوم او له دوی سره خپلي تجربې شریکوم.

اوس مي اکثره اوریدونکي د خپل نامه پرځای په بابک ترهرچا ښه پيژني.

د دې ترڅنګ یوشمیر فرهنګي ملګري او مینه وال راته وايي، چي د شاهرخ خان سره ستا ږغ خورا ورته والی لري، نو ځکه د اکثرو فلمونو په دوبله کي زه د شاهرخ خان ږغ دوبله کوم.

اوس می بیا په یوه رادیو کي په همدې نامه یوه خپرونه هم راپيل کړې ده. »

د کندهار د وتلي ممثل عبدالله ابدالي مینه وال هم وايي، د ده له ږغ، تمثیل او د موضوعګانو له انتخاب سره ډیره مینه لري

دده د هنري ژوند دوو تنو مینه والو راته وویل، ډیره هڅه کوي، چي د ښاغلي ابدالي خپروني او ډرامې قضاء نه کړي

«امید سمسور: له ډېره وخته د ابدالي صاحب د ږغ مینه وال یم، هغه وخت به ابدالي صاحب د بابک په ږغ کي ځوانانو ته نصحیتونه کول، چي تراوسه يې زما اکثره خبري په یاد دي او زړه مي غواړي، چي کاشکي يې تراوسه هغه خپرونه چلولای!!

فضلي: زما د ابدالي صاحب دواړه کردارونه خوښ دي، خو د شاهرخ انداز يې خورا په زړه پوري دی، زه يې دغه خپرونه اورم او ترڅنګ هغه فلمونه، چي دوی ږغ ورسره دوبله کړی، داسي ایسي، لکه په فلم کي، چي تصویرهم دده وي، ځکه ږغ او تصویر ډیرسره ورته دي او په اسانۍ څوک نه په پوهیږي، چي دادي دوبله وي. »

که څه هم عبدالله ابدالي د فلمونو په دوبله کي ډیر پیاوړی دی، خو له دولته هیله کوي، چي د افغان سریالانونو د جوړولو لپاره ورسره مرسته وکړي.

ابدالي وايي، په افغاني سریالانوکي کولای سي، چي د خپلي ټولني ستونزي د خپل کلتور په چوکاټ منعکسي کړي او په خبره يې، چي د باندنیو سریالونو، فلمونو او ډرامو ژباړه او دوبله چندان ګټه نه لري.

د نوموړي په قول، د دولت ترڅنګ خپلواکو ټلویزیونونو او راډیوګانو ته په کار ده، چي د پردي کلتور د ترویج پرځای افغان ممثلانو ته وخت ورکړي، چي د خپلي ټولني ستونزي، لاسته راوړني او افغان کلتور خپلو خلکو ته په خپله ژبه وړاندي کړي.

دی وايي، پردۍ ډرامې، فلمونه او ترغربي سیوری لاندي اوږده سریالونه زموږ درد د دوا کولو پرځای لاپه ناسور بدلوي.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین هم له ابدالي سره همږغي، خو وايي دامهال يې امکانات محدود او که چیري امکانات په لاس ورسي، نو په منل سویو افغاني سریالونو، ډرامو او فلمونو به د کندهاري ممثلینو تنده خامخا ماتوي.

د مسؤلینو په قول، په رښتیاهم باندنۍ ډرامې، سریالونه او فلمونه پردۍ کلتور ترویجوي.

ددوی په قول، د خپل مسؤلیت له مخي يې هڅه داده، چي د خپلو افغان ممثلانو ملا وتړي، ترڅو په دې ملاتړ سره داسي هنري پنځوني رامنځته کړي، چي په ټولنه کي هراړخیز مثبت بدلون راولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب