جمعه, مې 17, 2024
Homeمقالېدرید سیمې هېوادونه د افغانستان په ښې راتلونکي باوري شوي دي

د سیمې هېوادونه د افغانستان په ښې راتلونکي باوري شوي دي

لیکنه: فضل ربي شینواری  

دې کې شک نشته چې افغانستان کې د موقت حکومت له جوړېدو تر دې دمه نړیوالو له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې مرستې کړي دي او دغه لړۍ لا هم روانه ده.

اوس چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو خبره پر ژبو ګرمه ده او رسنیو هم پرې خپل شخوند وهل پیل کړي دي، افغان حکومت هڅې پیل کړي چې د تېرو اتلس کلنو لاسته راوړنو د لا خوندې کېدو او لا بډایه کېدو په هدف د سیمې د هېودونو ملاتړ تر لاسه کړي.

هند ته د حمدالله محب سفر:

سربېره پر دې چې هند د امریکا تر څنګ د افغانستان لوی سټراټېژيک ملګری هېواد دی او افغانستان سره يې بېلا بېلو برخو کې مرستې د پام وړ او محسوسې دي، خو بیا حکومت د دغه هېواد لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

هندوستان ته د ملي امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب وروستی سفر له لاسته راوړنو ډک و

که له یو لوري هند د افغانانو په مشرۍ د سولې له روان بهیر ملاتړ اعلان کړی دی، له بل لوري يې افغان هوايي ځواکونو ته د نویو جګړه ییزو الوتکو د ورکړې ژمنه کړې ده.

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي، دغه  «ام آی ۲۵»  ډوله جګړه ییزې الوتکې به د روان کال تر پایه افغان هوايي ځواکونو ته ورکړل شي

افغان سرتېرو ته د نویو جګړه ییزو الوتکو ورکړه دا ښکاره کوي چې د سیمې ځواکمن هېواد هند په هر ډول شرایطو کې له افغانستان سره دی او دا يې د ژمنو د تازه کېدو لویه بېلګه ده.

هند د سیمې له نورو هېواودونو، چین روسیې او ایران سره هم نږدې اړیکې لري، هند کولای شي سیمه کې له خپل نفوذ په استفادې، دغو هېوادونو ته قناعت ورکړي چې اوسنیو شرایطو کې د افغان حکومت لاس نیوی وکړي.

نوې جګړه ییزې هلېکوپټرې مونږ سره څومره مرسته کولای شي؟

د جګړې په ګټلو، جګړه کې د سرتېرو د روحیې پیاوړي کېدو او جګړې بشپړې بڼې ته د تغییر ورکولو په برخه کې هوايي ځواک د پام وړ رول لري.

له تېرو ۴ کلونو راهېسې افغان هوايي ځواک د پام وړ پرمختګ کړی دی، بېلا بېل ډول ټرانسپورټي، حمایوي او جګړه ییزې الوتکې ورکړل شوي دي.

افغان هوايي ځواک په دې وروستیو کې پر وسله والو طالبانو خپل فشارونه زیات کړي دي، آن د شپې لخوا یې د ارزګان مرک ترینکوټ سیمه کې خپلواک شپني عملیات ترسره کړل، چې زیات بریالي  وبلل شول.

افغانستان ته د هند تازه ورکول کېدونکې ۴ جګړه ییزې الوتکې به زما په نظر افغانستان کې تر یوه بریده د جګړې بڼه د افغان ځواکونو په ګټه تغییر کړي.

د جګړې په تاوده ډګر کې د هوايي ځواک موجودیت زیات مهم دی، که چېرې افغان سرتېري کومې لیرې پرتې سیمې ته د عملیاتو په هدف ځي، هوايي ځواک یې باید ملتیا وکړي، چې همدا کار کېدونکی دی.

هند ولې له افغانستان سره زیاتو مرستو ته لېواله دی؟

ولسمشر غني توانېدلی چې په جیوپولټیک لحاظ ټولې آسیا ته د افغانستان د موقعیت ارزښت ثابت کړي او هغوی ته څرګنده کړي چې د افغانستان پرمختګ ستاسو پرمختګ دی او افغانستا کې نا امني تاسو زیانمنوي.

د اټکلونو له مخې، ممکن هند یوه لسیزه، کم یا زیات وروسته د نړۍ دویم ستر اقتصادي ځواک باندې بدل شي.

هند غواړي د نړۍ دویم ستر اقتصادي ځواک ته د رسېدو په هدف، له افغانستان هم ګټه پورته کړي.

د هند تېرو کړو ته په کتلو، هند به دغه کار له افغان حکومت سره په همغږۍ ترسره کوي. هند غواړي له افغانستان څخه به ګټې اخېستنې، منځنۍ آسیا او اروپا ته ځان ورسوي. هند چې څومره له دغه کار ګټه اخېستی شي یا يې ګټه ور رسېږي، په هغومره اندازه افغانستان هم ترې ګټه اخلي او ګټه ور رسېږي.

هند څومره د افغانستان راتلونکي ته خوشبین دی؟

هند د نړۍ د ځواکمن هېواد په توګه باوري شوی، چې افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره پانګونه به يې ابس نه وي، ځکه افغان حکومت اوس په زیاتو مهمو برخو پر خپل ځان بسیا شوی دی. کولای شي متقابلې اړیکې وپالي او په سیمه ییز سیاست کې د سیمې او د خپل ځان ثبات په هدف مهم رول ولوبوي.

د سیمې هېوادونو ته څه په کار دي؟

پر افغانانو د روانې تپل شوې جګړې د پای لپاره د سیمې هېواونه، لکه ایران، چین، پاکستان او روسیه هم مهم رول لوبولی شي.

د سیمې نور هېوادونه په ځانګړې توګه روسیه او ایران باید د افغانستان پر وړاندې د هند په څېر دریځ غوره کړي.

له افغانستان سره د تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزسستان او یو شمېر نورو هېواودنو متقابلې ښې اړیکې او ګډه پراخه سوداګري د سیمې نورو هېوادونو ته ښکاره پیغام ورکولای شي چې هره برخه کې باید له افغانستان سره و اوسي

هند له افغانستان سره څه کړي دي؟

هندوستان د کوچنیو پروژو سربېره، افغانستا کې د ملي شورا پراخه او اساسي ودانۍ جوړه کړه، د هرات سلمان بند یې په ژر موده کې په اساسي ډول ورغوو، چې دغه دی اوس مهال ترې زرګونه خلک استفاده کوي، له افغانستان سره يې د طیارو مرسته کړې ده، افغان نارینه او ښځینه پوځیانې همدا اوس په نوې ډیلي کې تر روزنې لاندې دي او یو کال دمخه يې حکومت سره د یو میلیارد ډالرو د مرستو ژمنه وکړه.

له افغانستان سره د هند مرستې د سیمې نور هېوادونه هم قانع کولای شي چې له افغانستان سره مرسته وکړي، ځکه هند په سیمه او نړۍ کې له پاخه باور برخمن دی، په سیمه کې د هند مخ پر زیاتېدونکي رول او باور له اړخه د افغانستان په ګټه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب