جمعه, اپریل 26, 2024
Home+په وینو سور هار | ګل رحمن رحماني 

په وینو سور هار | ګل رحمن رحماني 

(د کندوز د وروستۍ پېښې یو تاثر)

  عایشه د کور په انګړ کې د توت تر لویې ونې لاندې ناسته وه، سترګې یې له خوبه درنې شوې وې، لاسونو او پښو یې سستي کوله، وړاندې د ګلونو په بوټو او واښو کې چرګانو یو په بل پسې منډې وهلې او شور یې جوړ کړی و، په همدې وخت کې یوه د پاخه عمر خاوند د کوټې کړکۍ خلاصه کړه او دې ته یې غږ کړ. 

د مزمل مورې! لکه چې په دې قضا مازدیګر په ناسته خوب یوړې، کارونه دې چټک کړه، د جمعې شپه ده، د روژه ماتي تیاري کوه چې نن سخت وږی یم، څه خیرات میرات هم باید کوڅې ته وباسو، د مزمل زوی مې څه درک ونه شو، ښايي چې قاري صایب به رخصتي نه وي ورکړې.

عایشه د غږ په اورېدو سمدستي په ځای کې ودرېده، پړوونی یې په سر راسم کړ او ځواب یې ورکړ

سړیه! ته خو هره ورځ له خپل نسه په شکایت یې، له سهار راهیسې سرګردانه یم، خو د هر څه غم مې کړی دی، د نیم ساعت کار دی، د حلوا غم به همدا اوس وخورم، خو ته راشه له کوهي نه دا خالي سطلونه راته ډک کړه، نه ګورې چې تازه اوبه خلاصې دي.

  صبور په ږیره کې ګوتې وهلې او خلاصې جاغې له کوټې راووت، په انګړ کې د څاه خواته ورغی او له خپلې مېرمنې یې بیا وپوښتل

  • د قاري جان څه درک ونه شو، ده خو ویل چې دا جمعه به کور ته راځي؟ 
  • که راتللی، اوس به راغلی و، اجازه به یې نه وي ورکړې، ویل یې چې د دستار بندۍ تیاري نیسو او وخت بیخي کم دی، تر اختره مخکې باید د عمومي جلسې ټول کارونه خلاص شي.

خاوند او مېرمن دواړه چوپه خوله په کار لګیا شول، دیارلس کلن مزمل د هغوی د شل کلن غریبانه ګډ ژوند یوازینی حاصل و، له بې اولادۍ او غربت سربېره یې هم خپلې ټولې هیلې په هغه پورې تړلې وې، خو هغه هم له تېرو څلورو پنځو کلونو راهیسې ورڅخه په مدرسو او په وروستیو کې د حفظ په دورو کې مساپر و، یوازې د جمعې ورځې ته به یې راتګ ته سترګې نیولې وې. 

نیم ساعت وروسته له وړاندې جوماته د مازدیګر د اذان غږ واورېدل شو، عایشه له پخلنځي د حلوا یوه پتنوس سره راووته، په تاودو پاستو کې یې د اوړو ګرمه حلوا په کې اېښې وه، خپل خاوند ته ورغله او ورته وویل:

  • د مزمل پلاره! هه، دا په ګاونډیانو او لارویانو ووېشه، د جمعې شپه ده، صدقه ردې بلا ده، هسې مو هم بل څه له وسه نه کېږي.

په همدې وخت کې ناڅاپه د دروازې غنګ شو، یو سپینکی لوړ قدی هلک ـ چې سپین پټکی یې له سره تړلی و ـ له یوې پلاستیکي کڅوړې سره په موسکا راننوت، عایشې او صبور یې په لیدو یو بل ته وکتل، خوښۍ یې په څېرو کې غزونې وکړې، کارونه یې پرېښودل او دواړو خپل زوی په غېږ کې ټینګ کړ، ښکل یې کړ، خو مزمل د خپل عادت له مخې ځان ورنه خلاص کړ، پلاستیکي کڅوړې ته یې لاس ور د ننه کړ، د کاغذي ګلونو درې ښکلي هارونه یې را وکښل او وویل:

 مورې! دا مې ستا په پیسو نه دي اخیستي، تېره ورځ کوم مشر مدرسې ته راغلی و، ټولو حافظانو ته یې دوه دوه سوه افغانۍ بخششي ورکړې، ما ورباندې نن په بازار کې دا ګلان واخیستل، ما ویل تاسې خو کور کې پیسې نه لری، سبا ته چې له دستار بندۍ کور ته راننوتم، دا یو به مې په غاړه کې وي، دویم به ته او درېیم به مې پلار په غاړه کې را اچوی، سبا له ما لمانځه وروسته جلسه شروع کېږي.

  عایشې دواړه لاسونه اسمان ته لپه کړل او له ځان سره یې وویل:

شکر خدایه! چې دا ارمان مې پوره شو او یوازینی زوی مې دې حافظ کړ.

زوی یې په تندی ښکل کړ، خو مزمل په ټول زور له خپل پلاره د حلوا پتنوس واخیست او د دروازې په لور یې حرکت وکړ، په تګ کې یې ورته وویل:

دادا! دا به زه ووېشم، هسې مې هم بهر ملګرو ولیدم، اوس به دلته راپسې راشي. 

له دې سره په منډه او ماشومانه ګامونو له ډک پتنوس سره کوڅې ته ووت.

سبا د جمعې په ورځ ماسپښین مهال عایشه په خپله کوټه کې کړکۍ ته نږدې ولاړه وه، د کړکۍ په لاستي کې د سرو ګلونو راځړول شوي هارونه یې د سترګو پر وړاندې  باد خوځول او د هغې په زړه کې یې د خوښۍ نوې څپې را ټوکولې، لکه خپلې ټولې هیلې یې چې ددغه کاغذي او پلاستیکي ګلونو په پاڼو کې نغښتل شوې او عطرینې شوې وي، همدا مهال چې د جمعې د لمانځه تکبیرونه او خطبې روانې وې، ټوله سیمه یوه درانه غږ ولړزوله.

عایشه په منډه د کور کوچني انګړ او بیا وارخطا کوڅې ته راووته، نارینه نه ښکارېدل، ښايي چې ټول به لمانځه ته تللی وو، ښځو او ماشومانو له نیم کښو دروازو سرونه را اېستلي وو، خو هېڅوک نه پوهېدل چې څه پېښه شوې؟

 ساعت وروسته د سیمې له جامع جومات نه شاوخوا ته د جنازو  بهیر مات و، محراب او مناره یې له بېخه نړېدلي وو، مازدیګر څلور بجې وې چې د صبور کاکا د کور دروازه کې هم یو سپک تاتوب د ژړاګانو په بدرګه کېښودل شو، صبور کاکا د دېوال څنګ ته ضعف وکړ او عایشې په لړزانده لاسونو د ګلونو دوه هارونه په چیغو چیغو پر تابوت ور هوار کړل او مازدیګر چې لمر په لوېدو و، عایشې او صبور د یوه تازه قبر له شناختو دوه د سرو ګلونو هارونه راتاو کړل، درېیم هار ـ چې وینو یې رنګ له ډېر سور والي تور کړی و ـ د قبر له پاسه هوار شو او بیا له روژه ماتي سره شاوخوا ټوله هدیره چیغو په سر اخېستې وه.

۱۴۰۱، د غويي ۵ مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب