دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهد پوهنتون د استادانو په اړه د لوړو زده کړو د وزیر...

د پوهنتون د استادانو په اړه د لوړو زده کړو د وزیر حکم توند غبرګونونه پارولي

تاند:( سې شنبه، د ثور شلمه) د طالبانو د لوړو زده کړو وزير مولوي عبدالباقي حقاني د پوهنتون د استادانو په اړه بل حکم ورکړی، چې توند غبرګونونه یې پارولي دي.

حقاني په پوهنتونونو کې خپلو ځانګړو استازو ته ( چې د پوهنتونونو اصلي رهبري ګڼل کېږي) لیکلي چې د پوهنتونونو د استادانو د ترفیع، ټاکنې، تبدیلۍ او په ټوله کې د سابقې او ځانګړنو پوره جزییات ورسره شريک کړي.

هغه ټينګار کړی، چې مفسدو، نا اهلو او مخربو کسانو ته باید د ټولو پام وي او لازم اقدامات یې په اړه تر سره شي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير دغه راز ویلي، چې د ده په اصطلاح « په تېر فاسد نظام» کې په سیاسي او نظامي فعاليتونو کې ښکېل استادان هم په نښه او اسناد یې شریک کړل شي.

مولوي عبدالباقي حقاني د پوهنتونونو د هغو استادانو د په نښه کیدو امر هم کړی، چې په پوهنتونونو کې نظام ضد محصلین یې د جمهوري نظام ملي امنيت ادارې ته معرفي کول.

د نوموړي دغه حکم په پراخه کچه توندو غبرګونونو سره مخ شوی دی

د کابل پوهنتون پخوانۍ استادې شبنم صالحي د طالبانو د دغو مقام په اړه ويلي:«.

ورځ په ورځ قصدا تخصصي او علمي فضا محدودوي. کله پر محصلینو محدویتونه لګوي او کله پر استادانو. دې عالی جناب په کابل پوهنتون کې استادانو ته هغسي لهجه وکارول چې تر ننه یې چا سابقه نه وه لیدلي، تنخواه یې ورته نیمه او مکلفیت یې ورته دوه برابره کړ. د رشتې خلاف مضامین یې پرې تحمیل کړل،اکاډمیکه ازادې یې ترې واخیسته دا دی نن یې د ترفیع امکان هم تری سلب کړ. بیا شکایت هم لري چې استادان ولي پوهنتون پریږدي.فکر کوم وروستۍ موخه یې د خپلو بې سوادنو او خلاف د رشتو کسانو ګمارل وي چې په دی توګه به د تخصصي زده کړو تغر د تل لپاره له افغانستان څخه ټول شي.»

له هېواده وتلي خبريال رحمت الله زيارمل بیا په دې اړه ليکلي ‌:« د لوړو زده کړو څه ولاکه د لومړي ټولګي ښوونکی هم داسې مکتوب وليکي. اخِر عُقده هم حد لري. مه کوئ، د خدای روی ومنئ دا وطن نور مه بربادوئ.»

طالبانو په دې اړه تبصرو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

2 COMMENTS

  1. عبدالباقي حقاني مرده باد !!
    عبدالباقي حقاني مرګ ستا په جهل او ناپوهئ !
    عبدالباقي حقاني ته د تحصیلات عالي وزارت اهل نه یې !!
    موږ د کونړونو ولایت د پوهنتون زده کړیالان د طالبانو د مشرتابه په ځانګړې توګه ملابرادر او ملا یعقوب مجاهد څخه په ډیر درناوي غوښتنه کوو، چې نوموړی مخرب او نااهله وزیر د خپل موقف او چوکۍ څخه لیری او د لوړو زده کړو حیاتي چوکۍ یو وطن دوسته، ایمانداره، علم پروره او بااحساسه علمي کدر ته وسپاري، چې تر څو د هیواد اکادمیک ویاړ تخریب نشي، او لوړې زده کړې له منځه لاړې نشي.
    لطفا دغه وزیر زموږ د محصلانو والله بالله که زره هم خوښ شي، لطفا دغه لیرې کړئ، په خدای چې ترې نه دیر په تنګ یو !!!
    د خدای مخ ته وګورئ او په دې ملت رحم وکړئ.

  2. دا چې افغانان اوس هم سر نه خلاصه وي او د خپل نوم، تاريخ ،دين،کدرونو، د ښځو سپکاوی ته يي طالب پريښي او هر څه چې غواړي په افغانانو يي وکړي دا ټول زموږ د ملت له ناپوهۍ او په ځان نه باور په ګوته کوي. دا يي اوله پلا نه ده او نه يي اخيري چې ولس تر څو ځان ته قدر ورنکړي طالب به يې نور هم سپک کړي ، وښکنځي ، ضعيف به يي کړي، خوار او تبا به يي کړي..لکه څنګه يي چې وينو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب