Homeخبرونهط البانو په پنجشېر کې د خپلو ځواکونو مرګ ژوبله تایید کړه

ط البانو په پنجشېر کې د خپلو ځواکونو مرګ ژوبله تایید کړه

تاند(سې شنبه، د ثور ۲۰ مه) سره له دې چې د طالبانو د مرکزي حکومت ویندویان په پنحشېر او نورو ولایتونو کې د نښتو په اړه د خپلو وسله والو مخالفانو ادعاوې چورلټ ردوي، د طالبانو د حکومت د پنجشېر ولایتي ادارې تایید کړه چې په دې ولایت کې یې شپږ وسله وال د مخالفو جګړه مارو په حملو کې وژل شوي دي.

د افغان اسلامي اژانس د راپور له مخې، د پنجشېر ولایت د والي ویندوی ابوبکر صدیق پرون/ دوشنبه وویل چې په دره ولسوالي کې د جمعې د ورځې په جګړه کې د دوی ۶ وسله وال کسان وژل شوي او ۲ نور ژوبل شوي دي.

تر دې مخکې وړمه ورځ د مقاومت ملي جبهې د پنجشېر په درې او ابشار ولسوالیو کې له طالبانو سره په مخامخ نښتو کې د ۲۰ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو ادعا کړې چې طالبانو هغه ردکړې وه.

له دې پېښې وروسته طالبانو یو شمېر مشکوک کسان نیولي دي.

خو مخالفه جبهه وايي چې طالبانو ملکي وګړي نیولي دي.

د جرمني د ډي پي اې خبري آژانس د راپورله مخې، د مقاومت د ملي جبهې یوه ویاند علي میثم نظري ادعا کړې چې طالب ځواکونو وروسته له هغې چې ورته ډېرې مرګ ژوبلې واوښتې او پریو شمېر سیمو یې کنټرول له لاسه ورکړ، د پنجشېر په ابشار او عبدالله خېل سیمو کې تر سلو زیات ملکیان نیولي او لږ تر لږه ۹ تنه نور یې وژلي دي.

خو په پنجشېر کې د طالبانو د والي ویاند ابوبکر صدیق د ملکیانو د وژلو ادعا رکړه خو دا یې تایید کړه چې د پنجشېر ولایت په درې ولسوالۍ کې یو کم شمېرمشکوک کسان وروسته له هغې ونیول چې په دې سیمه کې د دوی پر ځواکونه برید وشو.

د احمدمسعود په مشرۍ د مقاومت جبهه په وروستیو کې د طالبانو پر ضد د جګړو او هغو ته د مرګ ژوبلو د اړولو پر له پسې ادعاوې کوي.

دې جبهې د ځینو سیمو د نیولو ادعا هم کړې ده خو دا ادعاوې په خپلواک ډول تایید یا رد شوي نه دي.

طالبانو په پنجشېر، تخار او بغلان کې د نښتو خبرونه پر له پسې رد کړي او ویلي چې هیڅ راز جګړه نه ده شوې.

د طالبانو، د هغو د مخالفو ډلو او تر یوه حده د سیمې د اوسېدونکو له څرګندونو داسې ښکاري چې جګړو سر راپورته کړی خو لا په خورا ابتدايي پړاو کې دي.

د طالبانو افراطي اقداماتو او ورسره لوږې او بې روزګارۍ د خلکو نارضایتي ډېره کړې او دې مسلې د داعش په شمول د طالبانو ټولو وسله والو مخالفانو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...