Homeخبرونهط ته ګواښ، امريکا وايي که پر ښځو قيودات وانخلي، بندیزونه ورباندې...

ط ته ګواښ، امريکا وايي که پر ښځو قيودات وانخلي، بندیزونه ورباندې زياتوي

تاند:( سې شنبه، د ثور شلمه) د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د طالبانو له شاوخوا نهه مياشتينۍ واکمنۍ وروسته په لومړي ځل دا ډله په لا نورو بندیزونو وګواښله.

د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت وياند نېدپرایس پرون وویل، چې که طالبان د افغان ښځو او نجونو په اړه پر خپلو پرېکړو بیا غور ونکړي نو پر حکومت به یې فشارونه زیات کړي.

د نوموړي په وينا، چې دا موضوع یې له طالبانو سره هم شریکه کړې.

هغه زیاته کړه چې له امریکا سره داسې وسایل شته چې که پر نجونو او ښځو لګېدلي محدودیتونه لیرې نه شي عملي به یې کړي.

  ښاغلي پرایس په دې اړه جزییات ورنه کړل.

د طالبانو حکومت د شنبې په ورځ هغه فرمان اعلان کړ چې د ښځو حجاب جبري کوي او ښځو ته له اړتیا پرته له کوره د وتلو اجازه نه ورکول کېږي.

طالبانو په دې فرمان کې چادري د حجاب غوره بڼه وګڼله او خبرداری یې ورکړ، چې د دوی په باور د « بې حجابه» ښځو د کورنۍ سرپرستان به درې ورځې بنديان او حتا کیدای شي محاکمه کړي.

د طالبانو دا پریکړه په ملي او نړيواله کچه توندو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.

پرون په کابل کې لسګونه ښځو د دې پریکړې مخالفت وکړ او ويې ويل، چې چادري اغوښتونکو ته له درناوي سره چادري اسلامي حجاب نه ګڼي.

طالبانو د امریکا متحده ایالاتو خبرداري ته غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...