شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهسالنګ کې د بريښنا يوه الوزول شوې پايه بيرته ورغول شوه

سالنګ کې د بريښنا يوه الوزول شوې پايه بيرته ورغول شوه

تاند:( سې شنبه، د ثور شلمه) ‏د افغانستان د برېښنا شرکت مسوولین وایي چې په سالنګ کې د برېښنا د یوې ستنې رغولو چارې بشپړې شوې او د دوهمې ستنې د رغونې چارې دوام لري.

یادې ستنې دوې اوونۍ وړاندې په بمونو الوځول شوې وې.

د طالبانو چارواکو ويلي، چې امنیتي ځواکونو يې په پروان کې د ستنو د ویجاړولو په تور دوه تنه نیولي هم دي.

دغه کسان د کابل ولايت اوسيدونکي ګڼل شوي، خو نور جزییات یې نه دي روښانه شوي.

د يادو ستنو له الوزول کيدو سره، د کابل په ګډون مختلف ښارونه څو ورځې د بریښنا له کمښت سره مخ شوي وو، خو بریښنا شرکت بیرته د وارداتي برېښنا مزي په موقت ډول وتړل.

د‌ بريښنا د پايو الوزول په افغانستان کې د شوروي پلوه حکومت له وخته رواج شوي.

د پاکستان د هغه وخت يوه استخباراتي چارواکي ويلي وو، چې ياد شوی تکتیک دوی افغان جهادي ډلو ته پر افغان حکومت د فشار راوړلو لپاره طرحه کړی و، چې کاميابه نتیجه یې لرله.

د تېر جمهوري نظام پر مهال هم د بریښنا پاېې ډېر وخت الوزول کیدې، چې ډېر ځله یې ملامتي پر اوسنيو حاکمو طالبانو اچول کېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب