یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهط د افغانستان د انرژۍ او اوبو سکتور کې د پانګونې په...

ط د افغانستان د انرژۍ او اوبو سکتور کې د پانګونې په اړه کنفرانس جوړوي

تاند:( سې شنبه، د ثور شلمه) ‏د طالبانو د‌اوبو او انرژۍ وزارت مسؤلین وايي چې ډېر ژر «په افغانستان کې د انرژۍ او اوبو په سکټور کې د پانګونې د فرصتونو» تر نامه لاندې دوه ورځنی کنفرانس او نندارتون جوړوي.

دغه وزارت له ټولو ملي او نړیوالو شرکتونو او پانګه والو غوښتي، چې په دې کنفرانس کې ګډون وکړي.

ياد شوي وزارت په ورته وخت کې د یوه چینايي شرکت په اړه ویلي، چې په افغانستان کې یې د دغه سکتور په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

سرچينې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو دغه وزارت څو ځلې ويلي، چې د اوبو مدیریت ته خاصه پاملرنه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې له ایران سره د افغانستان د اوبو په اړه پر طالبانو د پټو معاملو ځینې تورونه لګول شوي،‌ خو طالبانو رد کړي او بې بنسټه ګڼلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب