پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد روغتیا نړیوال سازمان: په زلزله ځپلو سیمو کې باید د ښځینه...

د روغتیا نړیوال سازمان: په زلزله ځپلو سیمو کې باید د ښځینه ډاکترانو محدودیت لیري شي

تاند (پنحشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۰ مه) د افغانستان لپاره د روغتیا نړيوال سازمان مرستيالې د افغانستان له رويټرز سره په مرکه کې د طالبانو له اسلامي امارت غوښتنه کړې چې پر ښځينه مرستندويه کارکوونکو محدوديتونو لېري کړي څو هغوی د افغانستان په ختیځ کې د زلزله‌ځپلو سيمو اغېزمنو ښځو ته روغتيايي خدمات وړاندې کړای شي.

مکتا شرما وويل، اسلامي امارت ښځينه ډاکترانو ته پرته له محرم (نارينه ملګري) د سفر اجازه نه ورکوي، چې دې کار د ښځو لپاره د خدماتو رسول له خنډ سره مخامخ کړي دي. هغې د ښځينه روغتيايي کارکوونکو کمښت يوه جدي ننګونه وبلله او زياته يې کړه چې په دغو سيمو کې يوازې ۱۰ سلنه روغتيايي کارکوونکي ښځې دي، چې ډېری یې د قابلو او نرسانو په توګه کار کوي.

رويټرز د ملګرو ملتونو په حواله هم راپور ورکړی چې د افغانستان د ختیځ د زلزلې له امله ۱۱ زره او ۶۰۰ حامله ښځې اغېزمنې شوې دي.

بل لور ته، د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رياست مشر، نجيب الله حنيف، د يکشنبې کورنیو رسنیو ته وويل چې ښځينه او نارينه مرستندوی کارکوونکي کولای شي په اغېزمنو سيمو کې پرته له کوم محدوديته خدمات وړاندې کړي.

هغه وويل: «موږ له خيريه بنسټونو او نړيوالې ټولنې غوښتنه کوو چې د دې بحران په مديريت کې مرسته وکړي. هېڅ ډول محدوديت نشته، نه د ښځينه ډاکترانو لپاره او نه د نارينه ډاکترانو لپاره. موږ ټولو ته فرصتونه برابر کړي او ډاډ ورکوو چې هغوی کولای شي کونړ ته راشي او اغېزمنې سيمې وګوري.»

د عامې روغتيا وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...