تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۶ مه) د ترکیې چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو یې د دغه هېواد په شمال لوېدیځ سرحدي ولایت، ادرنا، کې د دوو جلا عملیاتو په لړ کې لږ تر لږه ۴۰ بېاسناده کډوال، چې افغانان هم په کې شامل دي، نیولي دي. دا اقدام داسې مهال کېږي چې انقره د ناقانونه کډوالۍ پر ضد کمپاین ته دوام ورکوي.
پولیسو ویلي، نیول شوي کډوال د اداري چارو تر بشپړېدو وروسته د ادرنا د ایستلو مرکز ته لېږدول شوي، چې اټکل کېږي له ترکیې څخه وایستل شي.
همداراز، د دغو عملیاتو په تړاو د انسانانو د قاچاق په تور دوه مشکوک کسان هم نیول شوي او عدلي اږرګانونو ته سپارل شوي دي.
دا کسان په داسي حال کې نیول شوي چې ترکیې، په ځانګړي ډول د افغان کډوالو پر وړاندې، د هویت د څېړنو، نیونو او بېرته ایستلو اقدامات لا سخت کړي دي. د بشري حقونو بنسټونو څو ځله اندېښنه ښودلې چې جبري ستنول کېدای شي افغان کډوال له جدي امنیتي او بشري خطرونو سره مخامخ کړي.
له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د افغانستان ګاونډیو هېوادونو د کډوالۍ پالیسۍ سختې کړې او د افغانانو د ایستلو بهیر یې چټک کړی دی. پاکستان او ایران هم په وروستیو دوو کلونو کې د افغان کډوالو د ډلهییزو ایستلو کمپاینونه ترسره کړي، او نړیوالو ادارو خبرداری ورکړی چې د راستنېدونکو زیات شمېر د افغانستان پر کمزوري اقتصاد، محدودو عامه خدمتونو او بشري مرستو لا زیات فشار راوړي.
سره له دې چې د کډوالۍ قوانین سخت شوي، د ترکیې د کډوالۍ ادارې تازه شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۵ کال کې دغه هېواد ته د کډوالو راتګ د تېر کال پرتله ۲۵ سلنه زیات شوی او شاوخوا ۳۹۴ زره کسان ترکیې ته داخل شوي دي.
د رسمي شمېرو له مخې، د ترکمنستان اتباع د راغلو کډوالو تر ټولو لویه برخه جوړوي، ورپسې د اذربایجان، ازبکستان، مصر او افغانستان وګړي دي. افغانان د ټولو ثبت شویو ورننوتونکو ۵.۸ سلنه جوړوي.
د ترکیې د کډوالۍ ادارې ویلي، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۱۶ زره او ۴۳۶ افغان کډوال د قانوني استوګنې د اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي، چې دا د افغان کډوالو پر وړاندې د سختو اقداماتو دوام ښيي.
نړیوالو سازمانونو په وار وار له هېوادونو غوښتي چې د کډوالو بېرته ستنول باید داوطلبانه، خوندي او د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره سم ترسره شي.