Home+د هیوادونو د متضادو روابطو او متضادو ګټو ترمنځ ضعیفه هیوادونه څنګه...

د هیوادونو د متضادو روابطو او متضادو ګټو ترمنځ ضعیفه هیوادونه څنګه خپلې ګټې خوندي کولی شي؟

د جمهوریت په وخت کې مې یو ځل په خپله یوه لیکنه کې یادونه کړې وه چې په افغانستان کې لسګونه ډوله جنګونه او رقابتونه روان دي. د جنګونو د ډولونو په اړه مې خپله لیکنه په هغه ستاینغونډه کې، چې د پکتیا د فرهنګي او ټولنیزو شخصیتونو له خوا  په ۲۰۱۶ زکال د پکتیا پوهنتون په تالار کې، زما لپاره جوړه شوې وه، ولوستله. د لوګر والي، جناب فدایي صیب، د پوهنتونو ګڼ شمېر اسناذانو، لیکوالانو او قومي مشرانو هم په دې غونډه کې ګډون درلود. د هغو دوستانو او ګډونوالو شاید زما ځینې خبرې په یاد وي.

د بیلګې په توګه د دغو رقابتونو او جګړو یادونه مې کړې وه چې په افغانستان کې د امریکا او اروپا رقابت او متضادې ګټې، د هند او پاکستان د رقابت جګړه، د امریکا، چین او روسیې متضادې ګټې، د ایران او امریکا رقابت او متضادې ګټې، د عربو او ایران رقابت، له مخدره موادو، تروریزم او افراطیت سره مبارزه، فقر، بیسوادي، ایډیالوژیکي، قومي، سمتي او ژبني خپل منځي رقابتونه او جګړې او داسې نور مسایل.

د هیوادونو تر منځ د ګټو او مؤخو تضاد د نړۍ په هر قونج او سیمه کې شتون لري. هند د پاکستان سره وران دی خو د اسرایلو سره جوړ دی. امریکا د اسرایلو سره جوړه او پاکستان سره یې بیا یارانه قوي شویده. اوس ایا امریکا د هند ملګرۍ ده، د اسرایلو یا د پاکستان؟ هند د چین سره رقابت لري، خو غواړي چې د امریکا او اروپا سره هم اقتصادي روابط ولري. امریکا د چین سره رقابت لري، خو هند ورته د پاکستان نه په اقتصادي لحاظ مهم دی. د دواړو هیوادونو تر منځ د پاکستان په سر او هم د روسیې او ایران نه د تیلو اخستلو او د فرانسې نه د میراج الوتکو د اخستلو له امله کړکیجن  یا lukewarm نیم زړه روابط لري. اوس هند او امریکې دواړو ته اقتصادي رشد مهم دی که امنیتي تشویشونه؟

ایران غواړي چې په هند خپل تیل خرڅ کړي، خو بیا د هند او اسرایلو د روابطو او یارانې نه تشویش لري. اوس ایران ته اقتصادي مسایل مهم دي که امنیتي؟ ایا ایران د هند سره روابط د دوستې او سترانیژیکو ګټو په اساس دي یا که مقطعي ګټو په اساس؟ همداسې د نورو هیوادونو متضاذو روابطو او ګټو ته په سیمه او نړۍ کې اشاره کولې شو.

د سیاسي علومو له اړخه، دلته ساینسي محاسبې ته اړتیا ده چې څنګه د اقتصادي  او امنیتي مسایلو تر منځ تعادل وساتلې شي چې نه اقتصاد ته ضرر ورسیږي او هم د امنیت په لخاط د تهدیدونو کچه راټیټه یا له منځه یوسي ځکه امنیت او اقتصاد د یو بل سره تړلي دي.

د افغانستان غوندې ضعیفه هیواد اوس هم د همدغه اقتصادي او امنیتي رقابتونو په جال کې راګیر دی. په داسې پیچلي شرایطو او حالت کې د افغانستان لپاره لوبه کول اسان کار نه دی او بیا په داسې حالت کې چې افغانستان کې قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام شتون ونه لري.

زما په اند د سیمې او نړۍ سره د خپلو ګټو لپاره لومړنې قدم، د یو مشروع، قانونمند او ولسواکه نطام/حکومت رامنځته کیدل دي چې افغانان په خپلو منځو کې يه سوله کې وي. د ارام ساه واخلي او بیا د سیمې او نړۍ سره د خپلو ګټو په اساس روابط ټینګ کړي.

طالبان یا ځیني فیسبوکي د هاها ډلې استدلال شاید وکړي یا کوي چې جمهوریت کې خو قانون اساسي موجود و. دنیا هم جمهوریت په رسمیت پیژندلې و او نسبتا داخلي ولسواکي هم موجود وه، نو ولې سقوط شو او یا ولې دا توازن یې ونشو ساتلې؟

د شکلیاتو په اساس دا ښه پوښتنه د، خو که دا پوښتنه خلص ځواب کړم د جمهوریت د ابتدا نه یعنې د بیړنۍ لوی جرګې نه، د جمهوریت د رهبرې او ټولو تصمیم نیونکو مشرانو او لوبغاړو او همداشان د ذیدخله هیوادونو مؤخه په افغانستان کې د قانون پلي کول او ملت جوړونه نه وه. لومړنۍ ستونځه د ولس د رایو نفې کول، د قانون نه پلي کول او انحصار د قدرت د محدودو حلقو تر منځ و چې په مقابل کې د طالبانو مسلح اپوزیسون د غښتلتیا لپاره زمینه مساعده، ولس منزوي او د ګاونډیانو مداخلو ته لاره هواره شوله.

ستونځه یوازې د قانون تشه او مشروعیت نه و بلکې د افغانستان لپاره د حکومتولې د لرلید او د قانون د نه پلي کیدو اراده موجود نه وه بلکې معامله یي سیاست یې په مخ وړل کیده. که اوس وخت کې قانوني، مشروع او ولسواکه نظام رامنځته شي، فوکس په حکومتولۍ، د قانون په پلي کولو او د نفې او انحصار د قدرت سیاست نه ډه ډه وشي، د دې چانس شته چې د یو قانوني او ولسواکه حکومت پښې ټینګي او د دایمي ثبات لپاره زمینه مساعده شي.  ځکه د حکومت په وړاندې به مسلح اپوزیسون تقویه نشي او د ګاونډیانو د مداخلو مخه به هم ونیول شي.

هر حکومت او نظام یا چارواکي او مسوولین، د خپل واکدارې یا ماموریت په دوره کې سل ګونه مهم مسایل نشي حل کولې بلکې په یو څو خاصو برخو کې د خاصو شرایطو لاندې یو څو محدود مسایل حل کولې شي چې هغه د هغه رژیم یا مامور په ښو کړنو کې حسابیږي. هر څوک په هره دوره کې ډیر اشتباهات هم کوي چې ځیني اشتباهات اوږدمهاله منفي یا مثبت اثرات درلودلاې شي او ځیني اشتباهات دومره مهم نه وي. ځکه همیشه په تخینکي مسایلو کې اشتباوې وي، خو د تخنیکي اشتباو تلافي اسانه اما د سیاسي اشتباو تلافي نه جبران کیدونکي وي.

د ښې حکومتولې لپاره د جمهوریت د لومړیو کلونو نه، د لرلید د نشتون پایله همدا شوله چې تر اخره جمهوریت مشرانو ونشو کړې چې لومړنې اشتباوې اصلاح او قانون حاکمیت ته توجه وکړي. پایله یې د جمهوریت سقوط شو چې د دغه لومړنیو کلونو د سیاسي اشتباو تاوان وروسته ټول ملت ورکړ او اوس یې هم ورکوي.

د اشتباو تر څنګ، د کرزي صیب د دورې یو ښه کار یادونه چې کولې شو، هغه که خوښه یې وه یانه، د حکومت د چارو انتقال بل منتخب حکومت ته و او دا د افغانستان په تاریخ کې لومړنۍ بیلګه وه. ځیني د استاد رباني د دورې انتقال هم د دغه دورې سره مقایسه کوي خو هغه سمه نه ده ځکه نه استاد رباني منتخب جمهور رئیس و او نه یې قدرت منتخب جمهور رئیس ته په خپله خوښه انتقال کړې و.

کله چې زه د جمهوریت په اخرو کې قطر ته د سفیر په حیث ښاغلي جمهور رئیس محمد اشرف غني و ټاکلم، ما ورته وویل که تاسي په خپله دوره کې سوله راولې او جمهوریت سقوط ونکړي، همدا د فزیکي ابادې تر څنګ، د جمهوریت مهمه بریا او لاسته راوړنه به وي چې د جنګ مخه ونیول شي او ټول افغانان د طالبانو په شمول ارامه ساه واخلي. دا لاسته راوړنه به ناریخپ مسله وپ. وخت تیر دی، خو جمهور رئیس راته وویلې چې دی قربانې ته هم حاضر دی یعنی قدرت پریږدې، په دې شرط چې د یوې موافقې په ترڅ کې سوله راشي.

له بدمرغه، زما د سفارت اګریمان د بیلابیلو دلایلو په اساس رانغې او جمهوریت سقوط شو. د جمهوریت په سقوط کې، د طالبانو په شمول، ټولو افغانانو تاوان وکړ ځکه د طالبانو حاکمیت تر پنځو کلونو وروسته، اوس هم د ملي او نړیوال مشروعیت د ستونځې سره مخ دی. څومره چې افغانان او افغانستان د انزوا په حالت کې وي، دا د افغانانو او د افغانستان په ګټه نه ده.

په دې هم پوهیږم چې د طالبانو د موجوده رهبرې د پت مخ سیاست نه غواړي چې په افغانستان کې مشروع، قانونمند او ولسواکه نظام رامنځته شي او پایله به یې د طالبانو سقوط، د ګاونډیانو لا زیاتې مداخلې او داخلي جګړې وي. خو د دې تر څنګ که بیا هم طالبان د یو قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام د جوړیدو لپاره زمینه مساعده کړي، دا به د افغانستان په تاریخ کې یو نوې باب پرانیستل شي چې افغانان په لومړي سر کې په خپلو منځو کې او بیا د ګاونډیانو او نړۍ سره ښه په سوله کې ژوند وکړي. په دې دلته بحث نه کوو چې تیرو رژیمونو او یا طالبانو د د تیرو پنځو کلونو کړنې او اشتباوې څومره تاوان افغانستان ته رسولې دی.

البته زما دا غوښتنه د یو شمیر احساساتي ځوانانو، سیاسي جریانونو، او په نامه مسلح اپوزیسون لپاره چې د ایرکنډیشن د ګرمو او یخو خونو نه مبارزه کوي، یا د مړې خیټې خبرې کوي، ساده په نظر ښکاري یا د طالبانو د پټ مخي رهبرې لپاره عجیبه غوندې ښکاره شي، خو فکر کوم چې د افغانستان اکثریت ولس په همدې فکر دی او د داسې با ثباته نظام رامنځته کیدل د افغانانو، د سیمې د هیوادونو او ټولو ذیدخلو اړخونو لپاره ګټور او مهم دی.

د افغانستان د ثبات لپاره چې قانوني، مشروع او ولسواکه نظام رامنځته شي،  یوازنې لار د واقعي لوی جرګې دایریدل دي چې ټول اقشار او د ټولو سیمو استازي پکې ګډون وکړي، ده.

که دا ونشي، بې ثباتې، سیمه ایز او نړیوال رقابتونه، مداخلې او داخلي جګړو ته پخپله زمینه مساعدیږي. څنګه چې نن اکثره د جمهوریت د سقوط پړه د جمهوریت د مشرانو او رهبرې په غاړه اچوي، همداسې به د راتلونکو ناخوالو مسوولیت هم د طالبانو او د هغوي د رهبرې په غاړه وي.

عاقبت بخیر

شاه محمود میاخېل

د افغانستان د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت درواني مشر او د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...