تاند (جمعه، د چنګاښ/ سرطان ۵ مه) د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) درې قاضیانو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ضد دعوه کړې او ادعا یې کړې چې نوموړي د افغانستان او فلسطین د قضیو د څېړنې له امله د محکمې پر چارواکو د بندیزونو په لګولو سره له خپل قانوني واکه تېری دی.
دا دعوه د امریکا د نیویارک په فدرالي محکمه کې ثبت شوې او د ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ هغه اجرايي فرمان ننګوي چې د ملي بیړني حالت تر اعلان وروسته یې د ICC جرمونو نړیوالې محکمې پر هغو قاضیانو او څارنوالانو بندیزونه ولګول چې د افغانستان د جنګي جرمونو د قضیې او د اسراییل د صدراعظم، بنیامین نتنیاهو، د نیولو د حکم په قضیه کې ښکېل وو.
قاضیان استدلال کوي چې دغه فرمان د امریکا له اساسي قانون، نافذه قوانینو او نړیوالو مکلفیتونو سره په ټکر کې دی او د قانون له مخې د عادلانه بهیر له رعایت پرته یې د دوی پر شتمنیو او حقونو محدودیتونه لګولي دي.
د ټرمپ د فرمان له مخې، پر دغو قاضیانو او د محکمې پر ځینو نورو چارواکو د سفر بندیزونه، د شتمنیو کنګلول، بانکي محدودیتونه او ځینو ټکنالوژیکو خدمتونو ته د لاسرسي محدودیتونه لګېدلي دي.
ټرمپ د دغو بندیزونو د توجیه لپاره ویلي چې امریکا او اسراییل د جرمونو نړیوالې محکمې غړي نه دي، نو ځکه دغه محکمه د دوی په اړه د پرېکړې صلاحیت نه لري، او د ICC اقدامات یې د امریکا ملي حاکمیت او امنیت ته ګواښ بللي دي.
خو د بشري حقونو او حقوقي بنسټونو دغه بندیزونه غندلي او ویلي یې دي چې د خپلو قضایي دندو د ترسره کولو له امله د نړیوالو قاضیانو په نښه کول د قضایي خپلواکۍ او د قانون د حاکمیت پر وړاندې بېساری برید دی.