یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاروزګان؛ سند کې د موټر د بند پاتې کېدو له کبله...

اروزګان؛ سند کې د موټر د بند پاتې کېدو له کبله ۱۰ کسانو ژوند بایللی

تاند ( چهارشنبه، د کب ۶ ). د اروزګان چارواکي وایي، دغه پېښه پرون د اروزګان ولایت ګيزاب ولسوالي کې هغه مهال رامنځ ته شوې، کله، چې د واده موټر د اروزګان د ګيزاب ولسوالي اړوند هلمند سند کې بند شو او اوبه ورغلې.

د اروزګان د والي ویاند احمد شاه ساحل وایي، چې پېښه لس تنه، چې ښځي او ماشومان هم پکې شامل دي مړه شوي دي.

هغه وایي:« دا د واده موټر و چې پرون سهار اته بجې په یوه رود کې بند شوی، موټر چلوونکی د بل موټر د موندلو په لټه تللی، دروازې یې بندې وې، اوبه هم ډېرې چې څوک ترې وتلای نه شوای، ماشین ته اوبه ورغلې ګیس یې کړی او ټول لس کسان مړه شوي دي.»

طالبانو بيا ویلي، چې ياد موټر د افغان دولت لخوا د يوه تخريب شوی پله له امله سند ته لوېدلی او پکې ۸ تنه ملکيان مړه شوي دي.

د اروزګان ولایتي مسوولينو تر اوسه د طالبانو دې نظر ته غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد له ډېرو ولایتونو داسې راپورونه ورکړل شوي چې تر ډېره عامه تاسیسات د طالبانو له لوري په خښ شویو ماینونو ویجاړ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب