یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهننګرهار: ګوشته کې د پاکو اوبو رسولو شبکې افتتاح شوې

ننګرهار: ګوشته کې د پاکو اوبو رسولو شبکې افتتاح شوې

تاند(چهارشبنه، د حوت ۶) د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د ۳،۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو رسولو درې شبکې افتتاح شوي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د معلوماتو له مخې دغه شبکې د یادې ولسوالۍ په کوزې زېړۍ، بره زېړۍ او اوکړایي شوراګانو کې عملي شوې، چې د یادو سیمو ۹۸۰۰ کورنۍ به ترې ګټه اخلي.

د سویډن کمېټې د ادارې دفتر مشر انجینر عبدالاحد سمون د یادو شبکو د عملي کېدو په برخه کې د یادو سیمو له خلکو د مننې سربیره یې ژمنه وکړه چې سویډن کمېټه به پدې ولسوالۍ کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د نوموړي په خبره د یادو سیمو لپاره د پاکو اوبو برابرولو ته یې له سولري تختو او ذخیرو جوړولو استفاده کړې، چې ۵ سوه زره افغانۍ پکې د سیمې د خلکو له خوا ورکړل شوې دي.

د یادو سیمو اوسیدونکي وایې، پخوا تر دې به وړو ماشومانو او ښځو له لیريو سیمو په سرونو اوبه راوړلې، چې ددغه شبکو په فعالیدو سره یې یاده ستونزه حل شوه.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه په ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې د کلیو پراختیا، ښوونې او روزنې او د معلولینو بیارغونې برخو کې اړمنو افغانانو ته خدمتونه وړاندې کوي چې ډېر تمرکز یې په لریو پرتو سیمو دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب