Homeخبرونهد "الچاپو" میرمن د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیول...

د “الچاپو” میرمن د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیول شوې

تاند ( چهرشنبه، د کب ۶)  رپوټونه وایي، د نړۍ تر ټولو لوی قاچاقبر الچاپو مېرمن هم د نشه یې توکو د قاچاق په تور نیول شوې ده.

د رپوټونو په حواله، ۳۱ کلنه اېما الېسپورو واشنګټن ته نږدې د ډولس هوایي ډګر کې نیول شوې ده.

د معلوماتو له مخې، نوموړې د جواکوین ګوزمن مېرمن ده چې په اصل کې د مکسیکو دی؛ خو د “الچاپو” په نامه په ټوله نړۍ کې مشهور دی.‌

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د الچاپو پر مېرمن ایما تور دی چې کوکین، میتامفیتامین، هیروین او چرس یې خرڅول.

دا په داسې حال کې ده چې د هغې مېړه “الچاپو” دا مهال د نشه یې توکو او پیسو د قاچاق په جرم د نیویارک په یوه زندان کې د عمري بند سزا تېروي.‌

د نشه یې توکو قاچاق نه یواځې په افغانستان؛ بلکې د نړۍ په نورو سترو ښارونو کې رواج لري چې تر ډېره یې قاچاقبران د پولیسو له لوري نیول کیږي او بیا په بند محکومیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...