جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهاحمدسعیدي له تروریستي حملې روغ ووت

احمدسعیدي له تروریستي حملې روغ ووت

تاند(سې شنبه، د جدې ۲۳) د سیاسي چارو پر شناند احمدسعیدي نن ماښام په مکروریانو کې تروریستي حمله وشوه.

په دې برید کې د ښاغلي سعیدي یو ساتونکي ټپي شوی او سعیدي له پېښې روغ وتلی دی.

پخوا به د دولت وسله والو مخالفانو پر لویو هدفونو ډله ییز بریدونه کول خو اوس یې تاکتیک بدل کړی دی او پېژندل شوې څېرې په هدفي بریدونو کې په نخښه کوي.

په وروستیو ورځو کې لسګونه مدني فعالان او ژورنالیستان په هدفي بریدونو کې وژل شوي خو هیڅ ډله یې مسوولیت په غاړه نه اخلي.

دا تاکتیک سختدریځو ډلو په وزیرستانونو او دغه راز د افغانستان په جنوبي ولایتونو په تېره بیا کندهار کې ډېر کلونه پخوا کاراوه. په وزیرستان کې وضعیت بدل شو خو په کندهار او نورو ولایتونو کې لا هم د قومي مشرانو، تعلیم یافته وګړو، دیني عالمانو او نورو هدفي وژنې دوام لري.

په کابل کې وړمه ورځ د عامه ساتنې د ملي تصدۍ مطبوعاتي ویاند ضیا ودان او د دې تصدۍ ۲ کارکوونکي ووژل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب