یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهجلال اباد  ښار کې ۳ داعش وسله وال وژل شوي

جلال اباد  ښار کې ۳ داعش وسله وال وژل شوي

(تاند، سه شنبه د جدي ۲۳) نن ماښام ناوخته د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند باګرامیو سیمه کې افغان ځواکونو پر یو کور د چاپې پر مهال ۳ داعش وسله وال وژلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګياڼی وایي: “د جلال اباد ښار 7 مې ناحيې باګراميو سيمه کې نن ماښام امنيتي ځواکونو په هغه کور عمليات وکړل، چې په کې 3 تنه داعشيان د وسلو او مهماتو سره ځای پر ځای وو، چې په پايله کې یې ۳ واړه ووژل شول او زيات شمېر مهمات او وسلې د ځواکونو لاسته ورغلې دي. “

د خوګیاڼي په خبره په دغه نښته کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی.

په سیمه کې ځایي سرچینې بیا وایي، چې عملیات د پولیسو د ځانګړې قطعې له لورې ترسره کیدل، چې په یو کور کې د وسله والو کسانو له مقاومت سره مخ شول.

د دوی په خبره، دغه کور د ګڼو نورو استوګنیځو کورونو په منځ کې و، چې ممکن ملکي کسانو ته هم پکې زیان اوښتی وي.

داعش وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب