تاند ( شنبه د تلې – میزان ۱۹مه) امیرخان متقي هند ته د خپل سفر په ترڅ کې نن د دیوبند مدرسې څخه لېدنه وکړه.
نوموړي له رسنیو سره د خبرو پرمهال په یاده مدرسه کې د هغه د تود هرکلي څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې د هند او طالبانو ترمنځ اړیکې نورې هم پراخې شي.
امیرخان متقي د ډیلي او کابل ترمنځ د اړیکو پراخېدو په اړه وویل، تمه لري چې طالبان نوې ډیلي ته نوي ډېپلوماټان ولېږي.
متقي زیاته کړه: « ډیلي کې چې موږ کوم مجلسونه وکړل، له هغه نه څرګندیږي، چې راتلونکی مو روښانه دی او هیله ده، چې زموږ تګ راتګ زیات شي. کابل کې به هم ستاسو سفارتي چارې پراخي شي، ډیلي کې به هم زموږ د سفارت چارې پراخي شي او زه ډیلي ته نوي ډېپلوماټان لېږم. اړیکې مو ډېري ښې دي او هیله لرم راتلونکې کې مو اړیکې تردې هم ښې شي.»
امیرخان متقي پرون جمعه په ډیلي کې د هند د بهرنیو چارو وزیر سره هم لیدلي.
په یاده لیدنه کې دواړو لورو د سفارتي چارو د پراخیدو، سوداګرۍ او بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو د پراخېدو په اړه بحثونه کړي.