جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهزلمی خلیلزاد: پر کابل د پاکستان برید ناکام وو

زلمی خلیلزاد: پر کابل د پاکستان برید ناکام وو

تاند ( شنبه د تلې – میزان ۱۹مه) ‏افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد ویلي ښايي کوم هدف چې پاکستان کابل کې په نښه کاوه، ناکام شوی وي.

خلیلزاد ویلي، که د طالبانو او پاکستان ترمنځ ډیپلوماسي رامنځته نه شي، د شخړې او پراخې بې ثباتۍ احتمال ورځ تر بلې لوړېدای شي.

پنجشنبه د شپې پاکستان  پر کابل بریدونه وکړل، چې ګواکې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي مشر نورولي مسید یې په نښه کړی.

که څه هم نه پاکستان او نه هم طالبانو د دغه برید د هدف په اړه تر اوسه رسماً څه ویلي، خو معلومات ښيي، چې نورولي مسید په دغه برید کې نه دی په نښه شوی.

پر پلازمېنه د پاکستان هوايي بریدونه له پراخ غبرګون سره مخ شوي.

د نظر خاوندان دا د هېواد تاریخ کې لومړی ځل یاد کړی، چې پاکستان له ټولو اصولو په سرغړونې، د افغانستان پر ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا یرغل کوي.

امریکايي ډيپلوماټ، خلیلزاد چې طالبانو سره د دوحې تړون له امله له پراخو نیوکو او تورونو سره مخ دی، ویلي لا هم ناوخته نه دی څو طالبان او پاکستان ډيپلوماسي غوره کړي، خو وايي خوشبین نه دی.

خلیلزاد خبر ورکړی، چې د پاکستان دفاع وزیر، خواجه آصف او د آی ایس آی مشر، عاصم ملک اراده لري کابل ته ولاړ شي، خو وايي معلومه نه ده چې طالبانو سره او که ټي ټي پي سره به خبرې کوي.

1 COMMENT

  1. د خلیزاد دا خبرې پاکستان ته له یوې خوا غوسه او له بلې خوا توصیه ښکاره کوي. په حیس د یو افغان مونږ ته دا ډیر د شرم او خیجالت ځای دی چې هغه پاکستان چې زمونږ په جنګولو او زمونږ نه په غلا په پښو ودرید اوس دومره شو چې زمونږ په خاوره تیری کوي. افغان ته د انسان په سترګه نه ګوري، د افغان خاوره او سیاست په زور خپله ګڼي او لوی علت یې طالب او د طالب په څیر هغه څهرې دي چې د افغان په خاوره مسلط او پاکستان ته داسې وفادار دي چې حتی د خپل ناموس نه هم ورتیر دي. لوی علت یې پاکستاني مدرسې او تش په نوم دینې مراکز دي چې زمونږ بیسواده ملایانو ته یې نیمګړی دین رسولی او په خپله ګټه یې د فقهې او موضوعي احادیثو دین ددوی په مغز کې پیچکاري کړی او د قران نه یې لرې ساتلي. د پاکستان هر سیاسي دیني عالم په حقیقت کې د پوځ نماینده او د ای اس ای پالیسي چلونکی دی او بله خوا زمونږ دیني تش په نوم عالم داسې پوچمغزی دی چې دا پوښتنه ورته نه راولاړیږي چې هغوی ته د هر څه ازادي ده لکه د ښځو تعلیم، سینما، حیرا منډيی او زر نور خو په ما یې بندوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب