جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهپه ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر روزنیز مرکز ډله‌ییز برید...

په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر روزنیز مرکز ډله‌ییز برید لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۱۹ مه) پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په ډیره اسماعیل خان کې د پولیسو پر روزنیز مرکز ډله ییز برید له شپږو ساعتونو وروسته، د شپږو بریدګرو او د اوو پولیسو د وژل کېدو په پایله کې پای ته رسېدلی دی.

د راپورونو له مخې، په دې برید کې ۱۳ تنه ټپیان شوي او شاوخوا ۲۰۰ پولیس له مرکز څخه روغ ایستل شوي دي. برید د یو موټر بم په چاودنه پیل شوی و.

پاکستاني رسنیو ویلي چې دا برید د دغه هېواد د تحریک طالبان (TTP) له لوري د ډیره اسماعیل خان د راتا کولاچي په سیمه کې شوی دی. بریدګرو لومړی له چاودېدونکو موادو ډکه لارۍ د پولیسو د روزنیز مرکز له اصلي دروازې سره ټکر کړې او چاودنه یې کړې چې له امله یې د دیوال یوه برخه ړنګه شوه او یو پولیس ووژل شو.

له چاودنې وروسته، بریدګرو چې د پولیسو یونیفورم یې اغوستي وو، د مرکز انګړ ته ننوتل او بې‌هدفه ډزې یې وکړې. یو بریدګر د لاسي بم په واسطه ووژل شو. د پولیسو او وسله والو بریدګرو ترمنځ سخته نښته څو ساعته روانه وه، او بریدګرو څو ځله لاسي بمونه وکارول.

د راپورونو پر بنسټ، د پاکستان د پولیسو او امنیتي ځواکونو ګډ عملیات د شپږو ساعتونو وروسته پای ته ورسېدل او ټول شپږ بریدګر ووژل شول. پاکستاني چارواکو ویلي چې له بریدګرو څخه د ځانمرګو واسکټونه، چاودېدونکي مواد او مهمات ترلاسه شوي دي.

په دې برید کې ۱۳ نور کسان هم ټپیان شوي چې ټول د روزنیز مرکز کارکوونکي او زده‌کوونکي دي. نژدې ۲۰۰ کسان د مرکز له ودانۍ خوندي ایستل شوي دي.

د پولیسو یوه لوړپوړي افسر، صاحب‌زاده سجاد احمد، تأیید کړې چې د پېښې سیمه تصفیه شوې او د لا نورو پلټنو عملیات روان دي.

د راپورونو له مخې، په «اتحاد المجاهدین پاکستان» (IMP) پورې تړلو اکاونټونو د برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې بریدګرو د هغو کامرو په وسیله، چې په ځانونو پورې یې تړلې وې، دا برید په ژوندۍ بڼه خپراوه.

په همدې حال کې، په ټي ټي پي پورې تړلو اکاونټونو د هغو یوټیوبرانو، خبریالانو او د اېکس (پخوانی ټویټر) کاروونکو سکرین‌شاټونه خپاره کړي چې د پېښې د تلفاتو شمېر یې په ناسم ډول تر ۵۰ تنو پورې ښودلی و.

دا برید یوه ورځ وروسته له هغو وشو چې د پاکستان پوځ ادعا وکړه خپل ۳۰ وسله وال مخالفان یې وژلي دي.

دېره اسماعیل خان کې د تېرې شپې برید له امله ۵۰ پاکستاني پولیس وژل شوي

1 COMMENT

  1. TTP needs to shift their attention to Punab. They should target army headquarters and facilities in Punjabi areas. The main reason is that head of the snake is there and Punjab remains peaceful, but harmful to them.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب