جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهدېره اسماعیل خان کې د تېرې شپې برید له امله ۵۰ پاکستاني...

دېره اسماعیل خان کې د تېرې شپې برید له امله ۵۰ پاکستاني پولیس وژل شوي

تاند ( شنبه د تلې – میزان ۱۹مه) پاکستاني سرچینو رسنیو ته خبر ورکړی چې د کوزې پښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر روزنیز مرکز د بریدونو په پایله کې شاوخوا ۵۰ پاکستاني پولیس وژل شوي دي

دا برید تېره شپه له یو ځانمرګي برید وروسته پیل شو.

بل لورته بیا یو شمېر امنیتي سرچینو د برید په تایید سره ویلي چې دریو کسانو د پولیسو روزنیز مرکز ته د ننوتو هڅې کولې چې له منځه وړل شوي دي.

له تېرو څو کلونو راهیسې د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې بمي چاودنې او وسله‌وال بریدونه په بې‌سارې ډول زیات شوي دي.

که څه هم پاکستاني چارواکو بار بار ادعا کړې چې پر دوی کېدونکي بریدونه په افغانستان کې پلانېږي، خو طالبان بیا دا ادعا هرڅل رد کړې ده.

https://taand.net/?p=259898

د یادونې وړ ده چې پرون(جمعه د تلې ـ میزان ۱۸مه) هم د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي په تازه برید کې ۱۱ پاکستاني پوځیان وژلي دي.

د رسنیو د راپورونو پر اساس دا برید د جمعې سهار د خیبر ولسوالۍ په تېرا سیمه کې پر حیدر کنډو کنډک شوی دی.

رسنۍ زیاتوي چې، د برید مسوولیت د ټي ټي پي اړوند، اتحاد المجاهدین ډلې منلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب