جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونه‏ټي ټي پي په تازه برید کې ۱۱ پاکستاني پوځیان وژلي

‏ټي ټي پي په تازه برید کې ۱۱ پاکستاني پوځیان وژلي

تاند (جمعه د تلې ـ میزان ۱۸مه) د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي په تازه برید کې ۱۱ پاکستاني پوځیان وژلي دي.

د رسنیو د راپورونو پر اساس دا برید نن سهار د خیبر ولسوالۍ په تېرا سیمه کې پر حیدر کنډو کنډک شوی دی.

رسنۍ زیاتوي چې، د برید مسوولیت د ټي ټي پي اړوند، اتحاد المجاهدین ډلې منلی دی.

د پاکستان پوځ د دغه برید په تړاو څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې د پاکستان پوځ ادعا کړې وه چې وروستیو عملیاتو کې یې ۳۲ د ټي ټي پي وسله وال وژلي.

پاکستان په دې وروستیو کې د نا امنۍ په جال کې سخت ایسار پاتې او د نظر خاوندانو په وینا د خلاصون لار ترې ورکه شوې ده.

د نظر خاوندان په دې باور دي چې پاکستان د خپلو تېرو کړنو سزا ویني او حل لار یې خبرې یادوي نه يوځي جګړه.

تر دې وړاندې افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي هم پاکستان ته له پاکستاني طالبانو او نورو جګړه کوونکو ډلو سره له جګړې د خلاصون لپاره د خبرو اترو لاره وړاندیز کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب