تاند (جمعه د تلې ـ میزان ۱۸مه) د طالبانو ملي دفاع وزارت د پاکستان له لوري د افغانستان د هوایي حریم نقض په کلکو ټکو غندلی.
یاد وزارت ویلي، پاکستان یو ځل بیا د افغانستان هوایي حریم نقض کړ، ډېورند کرښي ته څېرمه د پکتیکا په مرغۍ ساحه کې یې یو ملکی بازار بمبار وکړ او د پلازمیني کابل قلمرو یې هم نقض کړ.
د طالبانو ملي دفاع وزارت دغه عمل د افغانستان او پاکستان په تاریخ کې یو بې ساری، له تشدد ډک او کرغېړن اقدام بللی دی.
یاد وزارت زیاته کړې، چې له خپل حریم څخه دفاع زموږ حق دی او له دې اقداماتو وروسته که وضعیت هر څومره ترینګلی کيږي عواقب به يې د پاکستان پوځ ته راجع وي.
دا په داسې مهال ده، چې پاکستان تېره شپه د ډېورند کرښې ته څېرمه د پکتیکا ولایت په «مرغۍ» سیمه کې یې د ملکي خلکو پر یوه بازار بمبار کړی دی.
طالبانو له شااوخوا شل ساعته ځنډ وروسته ومنله چې پاکستاني پوځیانو پر کابل او پکتیکا ولایتونو هوايي بریدونه کړي؛ خو د هدف، اوښتې مرګ ژوبلې او زیانونو په تړاو یې نور جریات نه دي ورکړي.