جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونههند له طالبانو سره د اوبو مدیریت برخه کې مرسته کوي

هند له طالبانو سره د اوبو مدیریت برخه کې مرسته کوي

تاند (جمعه د تلې ـ میزان ۱۸مه) ‏د هند بهرنیو چارو وزیر جې شنکر نوي ډیلي کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره ناسته کې ویلي، هېواد یې افغانستان سره د اوبو مدیریت کې مرسته کوي.

جی شنکر په دې برخه کې د مرستې ډاډ‌ ورکړی دی.

یاد هندي چارواکي په دې تړاو نننۍ ناسته کې وویل، «د افغانستان اوبو مدیریت برخه کې د دوی مرستو په تړاو به جزیات وروسته شریک کړي.»

د طالبانو د حکومت چارواکو په وار وار د کونړ پر سیند د برېښنا بند د جوړېدو په تړاو څرګندونې کړي هغه څه چې افغانان یې تر ټولو مهمه پروژه بولي.

هندي چارواکي په دې ناسته کې د نورو ژمنو ترڅنګ په روغتیايي او نورو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

دوی زیاته کړې، چې له افغانانو سره ښه اړیکو ته په کتو به هند د ترهګرۍ په واړندې له افغانستان سره ګډې مبارزې ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...