جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونه‏د پاکستان بریدونو ته د حامد کرزي غبرګون؛ د همدې ناسمو پالیسو...

‏د پاکستان بریدونو ته د حامد کرزي غبرګون؛ د همدې ناسمو پالیسو له امله نن پاکستان له ستونزو کړېږي

تاند (جمعه د تلې ـ میزان ۱۸مه)افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کابل، پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو د پاکستان هوایي بریدونه غندلي او هغه یې د نړۍوالو قوانینو او د افغانستان د حاکمیت سرغړونه او د هېواد پر حریم تېری بللی دی.

حامد کرزي ویلي “د افغانستان او سیمې پر وړاندې د پاکستان پالیسي غیر مسوولانه ده او د همدغو ناسمو پالیسو له امله نن پاکستان له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.”

حامد کرزي زیاته کړې چې پاکستان باید د تېښتې، تاوتریخوالي او کړکېچ پر ځای، پر خپلو ناسمو پالیسیو بیا غور وکړي او د ناوړه پایلو د مخنیوي لپاره یې د ګاونډیتوب حقونو او نړیوالو اصولو ته درناوی وکړي او له افغانستان سره د دوستانه اړیکو پر بنسټ تعامل وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو دفاع وزارت هم کابل او پکتیکا کې د پاکستان هوایي بریدونه د دواړو هېوادونو په تاریخ کې بې ساری او له تشدد ډک اقدام یاد کړ.

دفاع وزارت د دغو هوایي بریدونو په غبرګون کې ویلي، “له دې اقداماتو وروسته که وضعیت هر څومره ترینګلی کيږي پایلې به يې د پاکستان پوځ ته راجع وي.”

دغه وزارت ویلي، دغه بریدونه غندي او ” خپل حریم څخه دفاع زموږ حق ده.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...