تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۱۹ مه) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په هند کې د یوې خبري غونډې ته وویل چې د کابل د وروستیو هوايي بریدونو او احتمالي تلفاتو په اړه کره معلومات نه لري، خو تایید یې کړه چې ځینې بریدونه شوي دي.
متقي، چې په نوي ډیلي کې د افغانستان په سفارت کې خبرې کولې، د پاکستان هوایي بریدونه د دغه هیواد ستره تېروتنه وبلله او له اسلاماباده یې وغوښتل چې د افغانانو حوصله او او زغم ونه ازمويي.
ده د یوې پوښتنې په ځواب کې په اردو ژبه وویل:
“موږ د هند له حکومت سره د ښو اړیکو غوښتونکي یوو، همدارنګه له پاکستان سره هم د متوازنو اړیکو پلوي یوو، خو دا اړیکې باید دوهاړخیزې وي — یو اړخیزې اړیکې ناشونې دي.”
هغه ټینګار وکړ چې اوسني اختلافات باید له ډیپلوماتیکو لارو هوار شي.
متقي پر افغانستان د هر ډول برید غندنه وکړه او زیاته یې کړه:
“د داسې هوایي بریدونو په وسیله ستونزې نه شي حل کېدای، ځکه د افغانستان تاریخ ښيي چې مسئلې په زور نه حل کېږي.”
نوموړي خبرداری ورکړ چې که هر څوک د افغانانو د صبر ازموینه واخلي، باید د بریتانیا، پخواني شوروي، امریکا او ناټو له تجربې زدهکړه وکړي، ځکه چې “له افغانستان سره لوبې تل ناوړه پایلې لرلې دي.”
امیرخان متقي زیاته کړه چې د طالبانو بهرنۍ تګلاره د سولې، ورورولۍ او اقتصادي همکاریو پر بنسټ ولاړه ده. هغه وویل، د سیمې هېوادونه باید د کړکېچ د زیاتېدو پر ځای، د سولې او ثبات لپاره ګډ کار وکړي.
نوموړي ټینګار وکړ چې افغانستان د خپل جغرافیايي موقعیت له امله کولی شي د سیمې د هېوادونو، په ځانګړې توګه د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ د نښلونکي پُل رول ولوبوي.
متقي دا هم وویل:
“د سیمې هېوادونه باید داسې ګامونه پورته نه کړي چې کړکېچونه زیات کړي، ځکه د افغانستان سولې او پرمختګ د ټولې سیمې په ګټه دی.”
هند ته د متقي له رسیدو سره سم پاکستان په کابل او د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې هوايي بریدونه وکړل. ظاهراً په کابل کې د پاکستان د برید هدف د ټي ټي پي مشر نورولي مسید و، خو باور دا دی چې پاکستان په دې توګه له هند سره د افغانستان د اړیکو له نژدې کېدو سره خپل اختلاف وښود. پاکستاني جنرالان فکر کوي چې افغانستان باید د هند په براعظمګي کې د انګرېزانو د استعمار د مهال په شان بهرنۍ پالیسي د دوی په مشوره وټاکي. په هندوستان کې د انګرېزانو د استعمار په مهال د افغانستان ځیني حکومتونه مجبور و چې د انګرېز په خوښه له کوم هیواد سره څنګه اړیکې ولري.