جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهدېره اسماعیل خان کې د پاکستاني پولیسو پر روزنیز مرکز برید شوی

دېره اسماعیل خان کې د پاکستاني پولیسو پر روزنیز مرکز برید شوی

تاند (جمعه د تلې ـ میزان ۱۸مه) د راپورونو له مخې، د کوزې پښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې د پاکستاني پولیسو پر روزنیز مرکز برید شوی.

په راپورونو کې راغلي، درې برید کوونکي چې غوښتل یې ودانۍ ته ننوځي ویشتل شوي.

خو پولیسو ته د اوښتې د مرګ ژوبلې په اړه جزییات نه دي په ډاګه شوي.

د معلوماتو له مخې وسله والو لومړی د پولیسو پر دې روزنیز مرکز ځانمرګی برید کړی او بیا وسله واله نښته رامنځته شوې.

ځېنې نا تایید شوي راپورونه بیا وايي، چې تر اوسه په دغه برید کې څلور پاکستاني پولیس وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

دا برید داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې پاکستان کې نا امنۍ سخت زور اخیستی دی.

پاکستان کې د روانې بي ثباتۍ له امله ددغه هېواد د پوځ پر تګلارو هم نیوکې په ډېرېدو دي.

پخواني لومړي وزیر عمران په اورکزيو کې پر پوځیانو له بريد وروسته ویلي، چې د ناسمو پالیسو او غلطو لومړیتوبونو بیه حکومت او ولس پرې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب