تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۱۹ مه) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د هند د سفر په لړ کې ټینګار وکړ چې د چابهار بندر لاره د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ لپاره ستراتیژیک اهمیت لري او که بنده شي، د دواړو هېوادونو اقتصادي همکاریو ته به زیان ورسوي.
هغه وویل:
“دا لومړی ځل دی چې زه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزیر په توګه هند ته سفر کوم. زه د هند د بهرنیو چارو وزیر او د دې هېواد د حکومت له بلنې او تود هرکلي منندوی یم.”
نوموړي زیاته کړه چې افغانستان او هند باید د چابهار د لارې په اړه له امریکا سره په ګډه خبرې وکړي، ځکه دا لاره د دواړو هېوادونو لپاره حیاتي ده.
متقي د میزان پر ۱۶مه نېټه (اکتوبر ۸مه) ډیلي ته ولاړ او دا له هغه راوروسته چې د افغانستان پخوانی حکومت نسکور شو ، هند ته د ده لومړنی رسمي سفر دی.
ښاغلي متقي په ډیلي کې د هند له بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیام جېشنکر سره وکتل.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان او هند اړیکې محدودې دي. تر دې وړاندې طالبانو له هند څخه د رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې وه او ډاډ یې ورکړی و چې د افغانستان خاوره به د هند پر ضد نه کارېږي.
سربېره پر دې، په کابل کې د سفارت کچې ته د هند د تخنیکي ټیم لوړول، د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا نښه بلل کېږي.
کارپوهان وایي، د چابهار لارې همکاري کولی شي د سیمهییزې سوداګرۍ، د زیربناوو د پراختیا، او د افغانستان د عایداتو د زیاتېدو او د پاکستان پر بې باوره لارو د افغانستان د اتکا د کمېدو سبب شي، ځکه دا لاره افغانستان ته د آزادو اوبو او نړیوالو بازارونو مستقیم لاسرسی برابروي.
د چابهار بندر، په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره چې یو بېساحله هېواد دی، خورا مهم دی، ځکه د سیمې د سوداګرۍ او ترانزیت د پرمختګ سبب ګرځي. تر دې وړاندې، هند، افغانستان او ایران په ګډه د دې لارې د پراختیا او پانګونې پروژې عملي کړې وې، څو د سیمې اقتصادي او ترانزیتي وړتیاوې زیاتې کړي.