جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهپوتین وايي، د طالبانو له حکومت سره د مخدرو موادو پر ضد...

پوتین وايي، د طالبانو له حکومت سره د مخدرو موادو پر ضد مبارزه کوي

تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۱۹ مه) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، د طالبانو له حکومت سره د ترهګرۍ او مخدره موادو پر ضد مبارزه کې بشپړه همکاري کوي.

د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د روسیې او د منځنۍ آسیا د هېوادونو په ګډه غونډه کې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه څرګندونې وکړې او ویې ویل چې مسکو د طالبانو له حکومت سره د ترهګرۍ او د نشه‌یي توکو د قاچاق پر ضد په مبارزه کې بشپړ ملاتړ کوي.

پوتین وویل: «موږ وینو چې د افغانستان اوسني چارواکي د بېلابېلو برخو په ګډون، د ترهګرۍ او د مخدرو موادو د مافیا پر ضد د ګډې مبارزې لپاره چمتو دي. روسیه په قاطع ډول د دغو هڅو ملاتړ کوي.»

پوتین زیاته کړه چې د افغانستان وضعیت تل د منځنۍ آسیا د هېوادونو د پام وړ موضوع پاتې شوې او د سیمه‌ییزې همکارۍ پیاوړتیا د ګډو امنیتي ګواښونو پر وړاندې ډېره مهمه ده.

هغه وویل، روسیه د داعش د خراسان څانګې او نورو توندلارو ډلو د حضور او فعالیت له امله ځانګړې اندېښنه لري، او ټینګار یې وکړ چې د دې ګواښونو د مخنیوي لپاره ګډ سیمه‌ییز عمل ضروري دی.

پوتین دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د هغه ځانګړي استازي ضمیر کابلوف مخکې ویلي و چې د افغانستان اوسني توندلاري ډلې د لوېدیځ د پوځي مداخلې محصول دي، او د طالبانو حکومت د روسیې د نړیوال تروریزم پر ضد د جګړې ملګری بلل کېږي.

روسیې د روان ۲۰۲۵ کال د چنګاښ (جولای) په ۱۲مه نېټه په یوه بې‌ساري اقدام کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژانده او د هغوی د نوي سفیر د استوګنې اسناد یې ومنل. دا پرېکړه د طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې د واک ته رسېدو وروسته، د دوی د نړیوال مشروعیت په لور یو مهم ګام بلل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب