Homeمقالېزموږ په ګران هیواد د پاکستان هوايي تیری د غندلو وړ دی

زموږ په ګران هیواد د پاکستان هوايي تیری د غندلو وړ دی

 نور محمد غفوری

  زموږ د ګران وطن پر خاوره یو ځل بیا د پاکستان له خوا بې‌رحمانه هوايي بریدونه وشول. د کابل او پکتیکا پر بې‌ګناه خلکو دا بمبارۍ نه یوازې د افغانستان پر حاکمیت ښکاره تیری دی، بلکې د سیمې د سولې او ثبات په وړاندې څرګند سپکاوی او بې‌پروايي ده.

بریدونه بې‌قیده او بې له کومه ‌شرطه د نړیوالو قوانینو او بشري اصولو خلاف دي  او موږ یې په کلکو ټکو غندو  او غواړو چې پاکستان سمدستي د افغانستان د هوايي فضا بشپړ درناوی وکړي او له هر ډول پوځي تیري لاس واخلي.

د حق، انصاف او د خلکو د ژوند د خونديتوب غوښتنه زموږ ګډه انساني فريضه ده. د دې بربنډ تیري د څېړلو لپاره بې‌پلوه، رڼې او نړیوالې څېړنې ضروري دي څو د پېښې مسئولین وپېژندل شي او زیانمنو کورنیو ته بشپړ تاوان ورکړل شي.

موږ له نړیوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو له ادارو، د بشري حقونو له فعالانو او د مرستو له سازمانونو غوښتنه کوو چې د دې تیریو په وړاندې ژر او پیاوړی غبرګون وښيي. د هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا، هوايي حریم او د بې‌ګناه خلکو د ژوند ساتنه د ټولو ګډ مسؤلیت دی.

له همدې ځایه موږ د هغو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي، درناوی او ملاتړ څرګندوو چې د دې بریدونو له امله زیان ور اوښتی دی. موږ د افغان ولس ژوند، عزت او ملي حاکمیت ته درناوی غواړو او د جګړې پر ځای د ګاونډیتوب د اصولو په پولو کې د خبرو او ډیپلوماتیکو لارو د ستونزو حل ته ترجیح ورکوو، خو د خپلې خاورې ساتل او د خپلو خلکو د عزت او وقار دفاع زموږ نه‌انکارېدونکی حق دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...