ینو ټولنو کې سیاسي ګوندونه د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره کلونه کلونه مبارزه کوي، شعارونه ورکوي، ولس ته د پرمختګ وعدې او قربانۍ ورکوي، تر دې چې د حکومت پر څوکۍ تسلط ترلاسه کړي.
خو لا ډېره موده نه وي تېره، چې د زوال ورځې او شپې یې پیل شي.
د دوی ټول سیاسي ژوند، چې پر ژمنو او شعارونو ولاړ وي، ناڅاپه بربنډ شي؛ دا ځکه چې دوی خپلو ژمنو ته وفادار نه پاتې کېږي، بلکې هماغه ولس، چې استازی یې ګڼي، د مظاهرو، نارضایتۍ او قهر په ژبه ورسره خبرې کوي.
ستونزه دا نه وي چې دوی مبارزه نه وي کړې؛ ستونزه دا وي چې واک ته رسېدلیې هدف وي، نه د نظام جوړول.
هغه څوک چې د شعارونو په زور واک ته رسېږي، ډېر ژر د خپل سست بنسټ له امله په سیاسي ډګر کې ښویېږي.
دوی که څه هم هدف ته رسېدلي وي، خو د ولسمحوره، شفاف او مؤثر سیسټم د نشتون له امله دوام نه شي کولی.
پایله دا شي، چې ټول هېواد، په اقتصادي او سیاسي لحاظ، د ګډوډۍ، بېثباتۍ او ناکامۍ کندې ته وروغورځوي.
واک چې له سیسټمه پرته تر لاسه شي، نه یوازې دا چې د خلکو زړونه نه شي ګټلی، بلکې د ولس د قهر او مقاومت سره به مخامخیږي.