جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد خوست غلام خان بندر ته څېرمه د طالب او پاکستاني ځواکونو...

د خوست غلام خان بندر ته څېرمه د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۱۹ مه) په خوست کې ځینې خبري سرچینې وايي چې د دغه ولایت په غلام خان بندر کې د افغان طالب ځواکونو لو پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې شوي دي.

سره له دې چې طالانو او پاکستاني چارواکو تراوسه په دې اړه لا څه نه دي ویلي خو سرچینې غلام خان بندر ته د تلل کسانو په قول وايي چې تېره شپه هلته د دواړو خواوو ترمنځ د سپکو او درنو وسلو ډزې روانې وې.

د دوی په وینا، د دې لپاره چې شپه وه د دې نښتې د مرګ ژبلو په اړه یې معلومات نه شوای ترلاسه کولی. دا هم لا څرګنده نه ده چې نښته ولې یا کومې خوا پیل کړه.

د افغانستان ا پاکستان ترمنځ په وروستیو کې ترینګلتیا زیاته شوې ده. دا ترینګلتیا وروسته له دې لا ډېره شوه چې د طالبانو د باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي د هند په رسمي بلنه په پنځه ورځني سفر دغه هیواد ته لاړ. د ښاغلي متقي له سفر سره هممهاله پاکستاني الوتکو او ډرونونو په کابل او پکتیکا کې بمبارۍ وکړې.

د کابل د برید، د څرنګوالي او احتمالي مرګ ژوبلو په اړه تراوسه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي خو د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په مرغه بازار کې شاوخوا ۱۶ دوکانونه ویجاړ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب