جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهمسوولان: سويل ختيځ کې د جلغوزو حاصلات د تېر په پرتله ٣...

مسوولان: سويل ختيځ کې د جلغوزو حاصلات د تېر په پرتله ٣ برابره زيات شوي

تاند ( شنبه د تلې – میزان ۱۹مه)په خوست ولایت کې د طالبانو د حکومت د ولایت ویاند مستغفر ګربز ویلي، تېر کال له پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو شاوخوا ۵ زره ټنه د جلغوزیو حاصل ترلاسه شوي و، خو سږ کال یې حاصلات نږدې ۲۰ زره ټنو ته رسيږي.

نوموړی وایي دغه اندازه تېرکال ته ۳ برابره زیاتوالی ښيي.

هغه ويلي چې سږني جلغوزې د کیفیت له اړخه هم د تېر کال په پرتله غوره دي.

ګربز همداشان زیاته کړې چې، دامهال د خوست جلغوزې یوازې چین او پاکستان ته صادریږي، خو هڅې روانې دي، څو د خوست د جلغوزیو د صادراتو لړۍ نورو نړیوالو بازارونو ته هم وغځېږي.

د یادونې ده چې د پکتيا او پکتيکا ولايتونو جلغوزې هم له ونو تر شکولو وروسته، له غوټو د سپړلو او بسته بندۍ لپاره خوست ته وړل کيږي.

بل لورته بیا ځایي خلک هم سږکال خوښ ځکه دي چې ورته کاري زمینه برابره شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...