جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهافغان ملي لوبډله نن له بنګله‌دېش سره په دویمه یو ورځنۍ لوبه...

افغان ملي لوبډله نن له بنګله‌دېش سره په دویمه یو ورځنۍ لوبه ترسره کوي

تاند ( شنبه د تلې – میزان ۱۹مه)د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د یو ورځنیو لوبو د روانې لړۍ دویمه لوبه نن د ابوظبۍ په شیخ زاید کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

دغه لوبه نن د افغانستان پر وخت له غرمې وروسته دوه نیمې بجې پيلېږي.

د یوه ورځنیو لوبو د لوبلړۍ لومړنۍ لوبو افغانستان ګټلې وه او که نننۍ لوبه وګټي نو دغه لوبلړۍ به په خپل نوم کړي.

تر دې وړاندې بنګله‌دېش د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ درې واړه لوبې وګټلې چې دې ماتو د افغانستان د کرکټ مینه وال یې سخت په غوصه کړل.

افغان لوبډله به خپله درېیمه لوبه د اکټوبر په ۱۴مه نېټه ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...