جمعه, اپریل 26, 2024
Homeکالمونهځلاندسمه لار، ملي ویښتیا| ډاکتر ځلاند

سمه لار، ملي ویښتیا| ډاکتر ځلاند

بیداره ملتونه د حکومتونو ټاکونکي او هغوی ته جهت ورکونکي ګڼل کیږي، خو کله چې ملتونه ویده شي، بیا نو یواځې دوه اختیاره لري. لومړی اختیار، چې ویده ملت به د ظالم، جابر او دیکتاتور پاچا لاس ته ورغورځي، ملت به خپل اختیار او خوښه ظالم پاچا او د هغه کورنې او د ملګرو رحم او کرم ته پریږدي او یا دویم اختیار، چې یو با مسولیته حکومت او دهغه مشر( ولس مشر) به ویده ملت له خوبه را بیداروي، ملت ته به جهت ورکوي او د یو ولس واک حکومت رامنځته کولو ته به لاره هواروي.

نوی استعمار د ملتونو د ایل کولو او دهغوی د غلامولو د پاره لومړی اختیار خپلوي، د ملتونو له بیباکۍ او بې مسولیتۍ څخه په استفاده په هغوی د خپلې خوښي دیکتاتور او ظالم پاچا د مشر په توګه ټاکي، د ملت شته او ملي شتمنې د هغوی په مرسته زبیښي او دارنګه ملت پرته له دې چې له خپلې غلامې څخه خبر شي، وار د مخه د استعمار په ولکه کې ګیر او بند پاتې کیږي. د نوي استعمار لارې ، ګودرې ډیرې پراخې او پرمختللي دي، د انکشاف، پرمختګ او بیا رغوني په بهانه د هیوادونو ټولې ټولنیزې، سیاسي او اقتصادې زیرمې تر خپل اغیز لاندې راولي او له دې لارې غواړي د خپلې خوښې کلتور، فرهنګ، اقتصاد او ټولنیزو جوړښتونو ته لاره پیدا کړي، چې دیو هیواد بنسټ او اساس پرې ودانیږي او ورانیږي.

افغانستان له تیرې څه دپاسه یوې لسیزې را هیسې د نوي استعمار په پنجو کې لوبیږي، د ګاونډیو هیوادونو د کلتوري او فرهنګې یرغل تر څنګ د لویدیځ تر نیغه په نیغه استعمار لاندې ژوند کوي. د دولس کالو مرستو او بسپنو تر څنګ لا هم مونږ د لویدیځ په رحم او کرم ژوند کوو، څه دپاسه یوه لسیزه مو د نړۍ مرستې تر لاسه کړي، تر څو پرمختګ وکړو، هوسا ژوند وکړو او د نړي سیال شو، خو لا هم هره ورځ په دې اندیښنه کې یو چې که د نړۍ مرستې او بسپنې کمي او یا ورکې شوي، نو بیا به څه خورو او څه به کوو؟

د ویده ملتونو تر ټولو ستره ځانګړنه هغه په ځان د نه باور لرل دي، کله چې ملتونه پخپلو مټو او طاقت بې باوره شي، نو نیغ په نیغه د استعمار لمن ته لویږي او د ملت د ویشلو او ورکیدو مرحلې لارې پرانیزي. له دې امله ملي ویښتیا یواځې د نده نه بلکې دملت د ساتلو او ژوندې پاتې کیدلو یواځینې عملي لار ده. ملي مشران، ولس مشر، حکومتي چارواکې ، مدنې ټولنې او دینې علما دنده او مسولیت لري چې د ملت د ویښتیا او سوکالې دپاره لاسونه یو کړي، تر څو ملت نه یواځې له فکري او سیاسي غلامې وژغوري بلکې ملت بیداره کړي تر څو خپل تاریخي مسولیت وپیژني او حکومت ته جهت ورکړي.

د ملي ویښتیا تر ټولو اسانه او سمه لار هغه ملت ته په دولتي واک او اختیار کې برخه ورکول دي، چې په دا وروستیو کې په ګران هیواد کې د ټاکنیزو مبارزو په اوږدو کې دا حرکت تر سترګو کیږي، په زرګونه خلک د افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل د ولسمشرۍ د نوماندانو په مبارزاتو کې ونډه اخلي او خپل زور او توان د حکومت د چوکې دعویدارانو ته ور په ګوته کوي، که ملت له بیدارۍ کار واخلي کولای شي د استعمار دسیسې شنډې کړي او واک له ځانه سره وساتي او د واک د عملي کولو دپاره د ملت خادمانو ته اقتدار وسپاري، تر څو ملت تل د حکومت په سر کې پاتې شي، همدا د ملي ویښتیا سمه لار ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب