تاند(شنبه، د دلوې۱۱) د شانګهای د همکارۍ ټولنې سرمنشي د جمعې په ورځ وویل، د داعش یا اسلامي دولت وسله والې سختدریځې ډلې غړي له منځني ختیځه افغانستان ته لېږدېدلې او د سیمې امنیت ته یې ګواښ پېښ کړی دی.
ولادیمیر نوروف په یوه انلاین کنفرانس کې وویل چې د افغانستان د پولو په شاوخوا کې د حالاتو د خرابېدو په اړه اندېښمن دی.
د افغانستان د سولې پروسه او د شانګهای د همکارۍ ټولنه په نوم انلاین کنفرانس د اسلام اباد د پالیسۍ د څیړنیز انستیتیوت له لوري تنظیم شوی و.
نوروف وویل«د شانګهای د همکارۍ ټولنې د سیمه ییز تروریستي ضد جوړښت پر اساس، د افغانستان شمال ته د تلونکو جګړه مارو ترهګرو شمېر په زیاتېدو دی.»
دا په داسې حال کې ده چې د سیاسي چارو ځینې شناندي وايي چې د شانګهای د همکارۍ ټولنې په غړیو کې روسیه په ځانګړي ډول د طالبانو د ملاتړ د توجیه کولو او د دې لپاره چې د منځنۍ اسیا هیوادونه یې غېږې ته ولوېږي، په افغانستان کې د داعش خطر تر اندازې ډېر غټوي.
داعش، چې په منځني ختیځ، په تېره بیا سوریه او عراق کې بد ځپل شوی، په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان د ډېرو بریدونو مسوولیت په غاړه اخلي.
د شانګهای د همکارۍ ټولنې سرمنشي نوروف خبرداری ورکړ چې داعش په افغانستان کې له معلوماتي او اتصالاتي ټیکنالوژۍ څخه د خپلې ایډیالوژۍ د خپرولو لپاره کار اخلي.
ده د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان د رول ستاینه وکړه، ویې ویل چې د شانګهای د همکارۍ ټولنه په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره د ټولو هلوځلو ملاتړ کوي.
انلاین کنفرانس ته د پاکستان د پوځ ویندوی برید جنرال بابر افتخار په خپلو خبرو کې ادعا وکړه«د داعش تروریستي ډله د کابل د حکومت د بې کنټرولۍ او د هند د ملاتړ له کبله په افغانستان کې د ودې په حال کې ده.»
په همدې حال کې د امریکا ستراتیژیست خپرونې په یوه تحلیلي راپور کې له طالبانو سره د امریکا د فبرورۍ د ۲۹ نېټې پر موافقې نیوکه کړې او ولیکلي یې دي چې امریکا په غلطه تصور کړی و چې طالبان د افغانستان ډېره خاوره په کنټرول کې لري او دا ډله به ګوندي وکړای شي چې د نورو تروریستي ډلو مخه ونیسي خو طالبان د داعش او نورو تروریستي ډلو د مخنیوي توان نه لري.