یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد امریکا د ملي امنیت سلاکار: د امریکايي پوځیانو وتل د طالبانو...

د امریکا د ملي امنیت سلاکار: د امریکايي پوځیانو وتل د طالبانو له ژمنو سره تړلي

تاند(شنبه، د دلوې۱۱) د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر جو بایډن د ملي امنیت سلاکار جېک سولیفان وايي، افغانستان، چین او ایران د نوي حکومت لپاره لومړني کلیدي هیوادونه دي.

سولیفان د جمعې په ورځ د امریکا د متحدو ایالتونو د سولې انستیتیوت ته په یوه انلاین پروګرام کې وویل«زموږ له نظره، تر ټولو مخکې حساس لومړیتوب باید د ایران له لوري د اتومي وسلې د جوړولو لانجه وي چې ویل کېږي دې هیواد د اتومي وسلې د جوړولو لپاره عملاً ډېر مواد ټول کړي او د وسلې جوړولو ته نژدې شوی دی.»

د امریکا د ملي امنیت سلاکار د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹ نېټې د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس د مې تر لومړۍ نېټې پورې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه وویل چې په دې برخه کې جدي بیاکتنه پیل شوې چې ایا طالبان له موافقې سره سم پرمخ روان دي.

د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس پاتې ۲۵۰۰ امریکايي پوځیان باید په دوو میاشتو کې له افغانستانه ووځي خو یو شمېر امریکايي چارواکي لکه د دغه هیواد د دفاع وزارت مشران وايي چې طالبانو د اورکم، اوربند، د سولې د جدي خبرو او له تروریستي ډلو سره د اړیکو د پرې کولو په شان د موافقې شرطونه نه دي پوره کړي.

سولیفان هم د درو شرطونو یادونه وکړه، ویې ویل چې دا درې شرطونه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو سره تړلي لکه له تروریستي دلو سره د اړیکو پرې کول، په رشتیني ډول د تاوتریخوالي کمول او د اوربند ملاتړ او بالاخره د افغانستان له منتخب حکومت سره د سولې په صادقانه خبرو کې، نه په دروغي خبرو کې ګډون کول.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار زیاته کړه«څه چې اوس موږ کوو، دا دي چې طالبان دا درې شرطونه تر څه حده عملي کړي، موږ به له دې وروسته د خپلو پوځیانو د ایستلو په اړه پرېکړه وکړو او زموږ دیپلوماتیکه ستراتیژي پرمخ روانه ده.»

ده دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له دې وکړې چې پینتاګون یا د امریکا دفاع وزارت وویل، په داسې صورت کې چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه وي کړی ډېره ګرانه ده چې موافقه دې اجرا شي او امریکايي پوځیان دې له هغې سره سم له افغانستانه ووځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب