یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبلینکن له قریشي سره د افغانستان پر سولې خبرې وکړې

بلینکن له قریشي سره د افغانستان پر سولې خبرې وکړې

تاند(شنبه، د دلوې۱۱) د امریکا د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن تېره شپه د پاکستان له باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د افغانستان د سولې د پروسې او نورو مسلو په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، قریشي د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ته وویل چې د خبرواترو له لارې د افغانستان د مسلې هواری د امریکا او پاکستان یو له دوه اړخیزو هدفونو ځنې دی.

ده د خپل امریکايي ساري د خبرو په ځواب کې وویل«ضروري ده چې تاوتریخوالی کم شي، اوربند ته لار هواره شي او د افغانستان لپاره د یوې ټولشمولې حللارې د موندلو په خاطر کار وشي.»

د افغانستان حکومت هم د دایمي سولې او اعتماد رامنځته کولو لپاره د اوربند یا لږترلږه اورکم غوښتنه کوي خو طالبان وايي چې په اوسنیو شرایطو کې اوربند نه کوي. طالبان فکر کوي چې امریکا خپل پوځیان په هر صورت باسي نو ولې باید اوربند وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر اساس، شاه محمود قریشي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته وویل چې هیواد یې د افغانستان د سولې پروسې ته لار هواره کړې او ژمن دی چې په دې هیواد کې د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو متحد او شریک واوسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي بلینکن د پنجشنبې په ورځ د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره د افغانستان د سولې پر پروسې او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب