بیا، بیا د یو وي سره مخامخکېدنو کې مې هرو مرو نوي څه شته.
ستوڼخې مو په حالتونو او همداسې په پرې – پوست – او سنترپوزېشنونو کې ډېرې دي، چې په راتلونکې کې که د لوي څښتن خوښه وهیوه پوره لیکنه په ولرم، خو ستاسو همغږي و مرسته اړیینه ده.
د ډېرو درنو ژپپوهانو او لیکوالانو هیله ده، چې له ما سره مرسته وکړي، د ژبې د لا کره کولو او سمون له امله.
ما ته دا لاندې درې موضوعات د بیا خبرو له پاره اړیین برېښي، چې له تاسو سره یې ګډوم.
۱ – حالتونه:
په دې هکله لیکنې لرم، خو لنډ بیا د ژورې پ،هېدنې له امله.
هره ژبه د بلې ژبې سره پوره توپیر لري، خو د هرې بلې ژبې څخه، چې پرمخ تللې ژبه وي، د خپلې ژبې له پاره ګټه اخستل کېدی شي او زه دا رانیونې د الماني په مرسته کوم.
دلته سره ګډ اند او خبرو ته اړتیا ده، چې پښتو کې پښتو پوهانو دا کار څنګه کړی او هغه ادبیات هم راته په ګوته کړۍ، خوښ به شم او تل به مو منندوي یم او منندوي اوس هم یم. ځان ستاسو زدکونکی بولم.
په پښتو کې د نورو ژبو لږ تر لږه په الماني په څېر نومخاینیوي په هغه ډول نه بدلیږي او کړنه د ژبلارې سره سمه کارول کیږي، چې لاندې یې ګورو، بې له دې چې ډېرې خبرې پرې وکړو. بیا هم هیله لرم، چې خبرې سره ګډې کړو، ځکه زه هم داسې پوره ډاډه نه یم او زړه نازړه داسې لیکم.
۱ . ۱ – نومیز حالت:
۱ . ۱ . ۱– زه خورم. ما وخوړه. دوه نومځای نیوي دي.
۱ .۱ . ۲ – زه ځم. زه لاړم. دلته همدا یو ،، زه،، بسیا کوي یا همدایو ،، زه ،، راځي.
۱.۱ . ۳ – ته خورې. تا وخوړه.
۱ .۱ . ۴ – ته ځې. ته لاړې.
۱ . ۱ . ۵ – هغه خوري. هغه وخوړه. دلته لومړی ،، هغه،، جګ ویل کیږي او دویم،، هغه،، پروت ویل کیږي.
۱ . ۱ . ۶ – هغه ځې. هغه لاړ. دلته دواړه ،، هغه،، جګ ویل کیږي.
ګورو، چې دلته دا نومځای نیوي. په هر لومړي حالت کې بدلیږي او په هر دویم کې همهغسې پاتيږي. له دې څخه داسې پوهېږو، چې هرې غونډالې سره چې کړونی پرېکړونی ولري، نو هلته دا نومځاینیوي بدلیږي او هره کړنه چې کیږي او پرېکړونی نه لري، په هغې کې بیا نومځاینیوي نه بدلیږي.
۱ . ۲ – د خاوندوالي حالت.
د سپین کور. د ما – د تا – د هغه کور.
ګورو، چې په دې غونډالو کې نومځاینیوي همغه ما،تا، هغه دي، خو له دې د مخه یې د ،، د ،، د واکوالي مورفیم دۍ، چې خپلواک او یوه پرېپوهېدنه لري، نو له دې څخه باید دا وپوهېږو، چې له نومځاینیوو څخه بېل لیکل کیږي. دلته بیا هم دا ،، د ،، او اړونده نومځاینیوي د هغه خواندوالي اړیکو کې راځي.
۱ . ۳ : د داتیو یا د ،، له ،، او ،،ته،، حالت او که حالتونه؟
داتیو له لاتین راغلی، چې پښتو انډول یې ،، ورکول،، یا ،،ورکړلشوی،، دي.
د داتیو دنده دا ده، چې د ورکړلشوي لاس ته راوړونکی په ګوته کړي.
د ې ۱ . ۳- کې باید ګډ فکر سره وکړو. زه یې دلته راړم او خپل اند له تاسو سره ګډوم.
زه به دا یو حالت بولم، خو دلته به یې سره بېل کړو.
۱ . ۳ . ۱ – د ،، له ،، حالت: دلته یو څه د یوه ځای، مهال یا یو څه څخه بېلیږي یا لرې کیږي یا اخستل کیږي یا ورسره ګډيږي او نور .
بېلګې ۱ : ما له تا سره کتاب ولیده.
۲ : ما له تا څخه کتاب واخسته.
زه له دې د مخه په دې اند وم، چې ګوندې دا ،، له،، له… سره،، او ،، له … څخه سره تړلی – دا په دې پرېپوهېدنه، چې سرکومپوزېشن دۍ-، خو کورم، چې دا د حالت له امله راځي او نه د ،، سره یا څخه،، سره تړلی یا له امله او همداسې دا راته جوته کیږي، چې دا ،، څخه،، او ،، سره ،، پسې ځاینیوي( روستاړي؟ او یا پوستپوزېشن دي).
۱ .۳ . ۲ – د ،، ته ،، حالت: تا ،،ما ته،، کتاب راکړ.
دلته به دا په ګډه سره مخ ته بوزو او ستاسو د ګڼو سمونونو او وړاندیزونو په هیله.
یادنه: دا څلور د یو سره پرتله کړۍ، چې توپير یې چېرته دۍ. چې په حالت کې سره بېل شي او که څنګه؟
۱ . ۴ – د الماني اکوزاتیو حالت انډول:
لومړی زه یو څو بېلګې راوړم او پسې د الماني بېلګو د پښتو ژباړه یا انډول راوړم.
تا زه ووهلم. ته ما وهې. دا لنډ بسیا کوي. که تاسو غواړۍ ورزیات یې کړۍ.
دلته دې هم په تیر او اوس وخت ته پام وي.
دلته دا ،، زه او ما،، او نور راځي، خو د په پرېکړوني حالت کې، نو که دا د پرېکړوني حالت وبولو هم موخور به وي. ستاسو مشورې اړیینې دي.
د الماني په توان یا انډول موږ نومیز او اکوزاتیو حالتونه یرهپرتله کوو
نومیز حالت اکوزاتیو حالت
،،یو کور یو جوړښت دۍ.،، ،،هغه یو کور ګوري.،،
،،مڼې پر میز ایښي.،، ،،هغه مڼې واخستې.،،
،،یوه ځاڼه یو مرغه دۍ.،، ،،هغه یوه ځاڼه ګوري.،،
د ما ملګری یو بزګر وو.،، ،،ټولو باندې دا بزګر ګران دۍ.،،
نور یې نه غزوم. که خبرې مو پرې کولې بیا به نور هم ښه روښانه شي.
پورته داتیو او اکوزاتیو ته یوه یادونه: دا دوه یا د دې دوه لپاره :
— داسې اړیکویونه یا مخ- – او پسې ځای نیوي شته، چې د هغې له مخې څرګندیږي، چې کوم، کوم دۍ. که وخت وو، دا به هم سره ګډ وڅېړو، که څه هم د ما په پخوانیو لیکنو کې شته.
۲ – ،، له ،،
موږ داسې وینا وې لرو:
ما له سپین څخه کتاب واخسته.
ما له سپین سره کتاب ولیده.
او
ما د سپین نه کتاب واخسته او ما د سپین سره کتاب ولیده.
دلته هم موږ دا دوه ډوله لیکنې لرو، نو د ژبلار له لارې به کومه او ولې سمه وي؟
په پورته غونډالو کې ما داسې فکر کاوه چې ګوندې دا به ،، له… سره، له …څخه یا د … سره ، د – نه (څخه ) وي، خو د دې وروسته لیکنو په بنسټ او همدا اوس د پورته۱ . ۲- او ۱ . ۳- حالت څخه پوهېږو، چې داسې نه ده. دا ،،له،، د ۱ . ۳ – حالت له امله دۍ او دا ،، څخه او سره،، اړیکویونه دي، بې له ،، له ،،، نو داسې پرېکړه به وکړو، چې دا ،، له ،، د ،، د ،، په ځای سم دي او له بلې خوا خو دا ،، د ،، د ۱ . ۲ – له مخې د واکوالي یا خاوندوالي مورفېم هم دۍ، نو له دې امله ،،د،، ورسره سم نه راځي.
له ۱. او ۲ – څخه لاس ته راوړنه یې:
موږ د پورته ۱ – او ۲ – په مرسته اوس دا لاندې غونډالې یا په لاندې غوڼدالو کې تېروتنې سمولی شو:
نن د درېنۍ ۲۰۲۱ ز ک په ورځ دا لولم او تېروتنې یې سموم:
۱ – دا د تېرې چارشنبې پر ورځ تر لوړې وروسته….
۲ – رسمي بلنه تر سره شوی
۳ – د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوي تر دې مخکې هم پر یو….
سمون یې دۍ:
۱ ته – دا د تېرې چارشنبې پر ورځ له لوړې ځخه وروسته….
۲ته – …..رسمي بلنه د سره شوی.
۳ ته – د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوي له دې څخه د مخه هم پر یو….
د تل غوندې مې هیله ده، چې دا ،، تر ،، ته اتکړۍ واچوۍ.
۳ – ایا په و کړه او وکړه کې کوم سم دۍ؟
و کړه، و کړم، و کړۍ او که وکړه، وکړم، وکړۍ او نور
زموږ ډېر لیکوالان په پورته لیکنو کې ،،و،، له ،،کړه،، څخه بېل لیکي او په اند دي، چې باید داسې وي. پوښتنه دا ده، چې بېل دي او که ګډ؟
دلیل یې:
دا چې ،، و ،، د یوه غږ په څېر ویل کیږي، داپه دې پرېپوهېدنه دۍ، چې یو مورفېم یا ښه یې یوه سیلبې ده، نو باید بېل ولیکل شي.
زه په دې اند یم، چې ،، و ،، یو مورفېم دۍ، خو خپلواک نه دۍ، دا په دې پرېپوهېدنه چې ،،و،، یوه خپلواکه پرېپوهېدنه نه لري او دا هلته پرېپوهېدنه لري، چې یو بل ویي سره یوځای وي، دلته له ،، کړه،، سره، نو پوهېږو، چې دا د ،، کړه،، په واک کې دۍ، چې له دې امله ګډ لیکل کیږي او نه بېل. وکړه، وکړۍ، وکړم او نور. پای
ستاسو د ګڼو ګوتنیونو او وړاندېزونو په هیله.
یوه پسې یادونه: زه دلته په یوه پوهنيزه لیکنه له تاسو سره خپل اند ګډوم او وبه ګورو، چې زه بې له ډېرو دباندني ویونو څخه خپله لیکنه –ګومان مې دۍ سمه او بې له ستونځو- تاسو ته وړاندې کوم، دا په دې پرېپوهېدنه، چې زموږ پیداېښتي ژبه همدومره پوره ده ، لکه بله، خو دپوهنې په اړخ کې اړتیاوې شته او دا ړتیا نورو ژبو هم همداسې پوره کړې، لکه چې -که د لوي څښتن خوښه وي – موږ به یې هم دا اړتیا وې پوره کړو.