شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهولسمشرغني وايي، د ناټو غړي ډېر لېوال دي چې په افغانستان کې...

ولسمشرغني وايي، د ناټو غړي ډېر لېوال دي چې په افغانستان کې پاتې شي

تاند(جمعه، د دولوې۱۰) د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي، د ناټو غړي هیوادونه ډېر لېوال دي چې ځواکونه یې په افغانستان کې پاتې شي خو هغوی د امریکا له ملاتړه پرته نه شي پاتې کېدای.

ولسمشر غني دا خبره نن وروسته له دې وکړه چې سپینې ماڼۍ وویل، له طالبانو سره د ټرمپ د ادارې د تېرکال د فبرورۍ د ۲۹ نېټې د موافقې له سره جاج اخلي.

ښاغلي غني د اسپین انستیتیوت انلاین غونډې ته په وینا کې وویل چې ده د کاناډا، ناروې، جرمني له مشرانو او د ناټو له سرمنشي ینس ستولتنبرګ سره خبرې کړي او ورته څرګنده شوې چې ناټو ډېر لېوال دی چې په افغانستان کې یې ماموریت دوام وکړي.

ده په عین حال کې وویل چې ناټو له امریکا پرته خپل ماموریت ته دوام نه شي ورکولی ځکه چې د استخباراتو، هوايي ځواک او په نورو برخو کې د امریکا ملاتړ ته اړتیا لري.

ده زیاته کړه، امریکا اوس په افغانستان کې ۲۵۰۰ پوځیان لري او ناټو باید د نورو امریکايي پوځیانو د وتلو لپاره شرط کښېږدي.

غني وویل، د امریکا حکومت په پام کې لري چې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د ولاړو خبرو په اړه د سلامشورې لپاره کابل ته یو پلاوی ورولیږي.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7%d8%af-%d8%a8%d9%87%d8%b1%d9%86%db%8c%d9%88-%da%86%d8%a7%d8%b1%d9%88-%d9%88%d8%b2%db%8c%d8%b1-%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%85%d8%b4%d8%b1-%d8%ba%d9%86%d9%8a-%d8%aa/

د پنجشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر انتوني بلینکن د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته ټېلفون وکړ او له افغانستان سره د متحدو ایالتونو پر ژمنو او د امریکا او افغانستان پر مشارکت یې خبرې وکړې.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر وویل چې هیواد یې له طالبانو سره د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د ۲۹ نېټې موافقه له سره جاجوي چې ایا له تروریستي ډلو سره د خپلو اړیکو د پرې کولو، په افغانستان کې د تاوتریخوالو د کمولو او د افغانستان له حکومت او نورو نفوذلرونکو سره د معنادارو خبرو په برخو کې طالبان پر خپلو ژمنو ولاړ دي او که نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب