جګړې ته وتلي قوماندانان او حکومتي مشران هغه وخت رامخې ته کېږي، چې خپل دفاعي او امنیتي ځواکونه یې په رواني، مادي او معنوي لحاظ پیاوړي کړي وي او دغې جګړې ته یې چمتو کړي وي.
ښکاره ده چې په جګړه کې يوه خوا هم ماتې نه مني، خو سره له دې چې ماتې نه مني خو بیا هم یوه خوا ماتېږي. بریا او ماتې په خپله د جګړې پر دواړو خواوو پورې اړه لري، هره خوا چې وغواړي بريا ته ورسېږي هغه خوا مخکې له دې چې جګړې ته زړه ښه کړي او جګړې ته دننه شي، ځان نه ماتېدونکی جوړوي. په جګړه کې هغه خوا ماتېږي چی کله جګړې ته دننه کېږي زیانګالی/ اسیب پذیره وي. دا د جګړې هغه لوری دی چې په ټیټ مورال جګړې ته زړه ښه کوي، د مقابل لوري د قوت او کمزورۍ اړخونه یې ځان ته نه وي معلوم کړی او په خپله ګټه د جګړې د ختمولو لپاره ځانګړې تګلار او کړنلار هم نه لري.
ډېره ستره خبره دلته دا ده، هغه څه چې موږ پورې اړه لري هغه ماتې نه منل دي او هغه څه چې دښمن پورې اړه لري هغه زیان منل دي. دا په دې مانا چې موږ دښمن ته د زیانګالي کېدلو قومانده نه شو ورکولای، بلکې خپل ځان ته د نه ماتېدونکی قومانده او پرېکړه زموږ په خپل لاس کې ده. ځکه کوم څه چې موږ پورې اړه لري تر سره کولای يې شو او هغه څه چې دښمن پورې اړه لري په هېڅ صورت موږ ورته لاسرسی نه لرو.
په همدې توګه نه ماتېدونکی کېدل د هغه چا په برخه کېږي چې د جګړې په هنر پوه وي او هغه اصول او قواعد چې د جګړې د ګټلو او د دښمن د ماتولو له پاره په پوځي دوکتورینو کې ورباندې ټينګار شوی دی په ښه توګه د جګړې له پيله څخه مخکې تر سره کړي.
د جګړې پر اصولو او قواعدو پوهېدل په دې مانا دي، چې له قوماندان سره د وضعیت په څېړلو، د جګړې د شکل په ټاکلو او د ځواکونو د ښه استعمال په هکله مرسته کوي، ځکه ماتې نه خوړل په دفاع پورې اړه لري، خو بریا یوازې د برید له لارې تر لاسه کولای شو.
که قوماندان په پوځي هنر پوه وي او پوځي دوکتورین يې تر جګړې مخکې له نظره تېر کړي او سر يې پرې خلاص وي، د جګړې د ډول په ټاکلو کې هېڅ وخت اشتباه نه کوي. کله چې کافي پوځي وسایل لري دفاع کوي او کله چې قوت يې له اندازې زیات وي برید کوي.
لوی قوماندان باید مخکې له جګړې د خپلو قوماندانانو وړتيا ارزولې وي او هغوی ته د هغوی له وړتیا سره سم دنده وسپاري. هغه څوک چې په مدافعه کې کارپوه وي مدافعې ته او هغه څوک چې په برید کې تکړه وي د برید له پاره وګماري. ځکه څوک چې د مدافعې لپاره پیاوړی وي ځان او خپل ځواکونه به تر ځمکې لاندې په اوومه طبقه کې ښخ کړي او هغه څوک چې د برید شاه زلمی وي له اووم اسمان څخه به په اتڼ د دښمن پر خوا ور درومي. د مدافعې د هنر پوهان ډېر پر غرونو، رودونو، او خندقونو حساب کوي او له جګړې مخکې داسې مدافعه جوړوي چې دښمن په ناڅاپي توګه د دوی له مقاومت سره مخ شي او د دوی د مدافعې ماتول د دښمن له پاره له غره سره سر جنګول وي.
په دې صورت کې ښکاره خبره ده چې غره ته زیان نه شي رسولای یوازې خپل سر ماتوي. د برید شاه زلمی بيا په اقلیمي شرایطو او د ځمکې پر مناسب والي ډېر حساب کوي، دوی داسې کار کوي چې دښمن ونه پوهېږي چې د دوی په مقابل کې چېرې او په څه ترتیب مدافعه جوړه کړي. دوی بايد د برېښنا په څېر له اسمانه پر دښمن را نازل او برید ترسره کړي.
په دې توګه د نه ماتېدونکې مدافعې د احضار او د برېښنا په څېر د بريد د تر سره کولو ټول اصول او قواعد د جګړې تر پیل مخکې تر لاسه کېږي.
په جګړه کې څوک اس نه زين کوي. هوښیار قوماندان که د جګړې پر وخت له داسې يوې پېښې سره مخ کېږي چې له جګړې مخکې ده ورته د تدابيرو نيولو په هکله فکر نه وي کړی، مانا دا چې جاهل او په پوځي هنر ناپوه قوماندان دی او په ټاکلو کې يې واکمن غولېدلی او د ټاکلو مسئولیت يې هم د واکمن پر غاړه دی.
په دې توګه له جګړې تر پیل مخکې باید پوځ داسې وروزل شي چې پر خپل بري ډاډمن او باوری وي، هغه پوځ هېڅکله نه بریالی کېږي چې بریا خپله نه ګڼي او پر خپله بریا باور ونه لري، دا په دې مانا ده چې دا ډول کمزوري قوماندانان تردیدونو ته په زړونو کې ځای ورکوي او نه پوهېږي چې څه وکړي. د مخکې تګ پر ځای شاته تګ کوي او د شاته تګ پر ځای د برید امر ورکوي. دا ډول کسان هغه شپنو ته ورته وي چې خپلې رمې د وږو لېوانو او پړاګانو منځ ته ورټېل وهي.
په پوځي هنر پوه قوماندان مخکې له دې چې برید ته ملا وتړي، اړینه ده چې د دښمن د ځمکې له ستونزو، خنډونو، کږلېچونو، د دښمن د ځواکونو د شمېر، جنګي وسایلو، تجهیزاتو، روحي او انګېزې په هکله بشپړ او کره معلومات ولري. کله يې چې د دښمن ټوله وړتیا محاسبه کړه او که شرایط يې د ځان په ګټه و ارزول، له دې وروسته دې د بريد پرېکړه وکړي.
پایله دا چې ښه روزل شوی پوځ او په پوځي هنر پوه قوماندان د بريد پر مهال د ستر سېلاب په څېر وي، وچ او لانده، ښه او بد ټول په يوه منډه له مخې ليرې کوي او بری ګټي.
محترم جندرال صاحب په تیوري کې ښه يې، که څه هم د یوه چنايي ا یوه روسي جنګپوه خبري دي په ځان پوسي غوټه کړې دي، نه به دي رسوا کوم. خیر ده.
خو مما مې ستا لیکني ته سخت زیات و خندل، ځکه دی هم قومندان تیرشوی او پر ډاکټر نجیب د کودتاه په دوهمه له کاریز میره مخ په استالیف ستا د منډو یوه نیمه قصه را ته کوي، چې طبیعت یې جوړ وي بیا سخت ګپ لګوي.
ته دي ژوندی یې
که کمنټ دي ړنګ کړ، بیا نو مجبور چې په فیسبوک کې د مما له خولې در پسي پر پړه ولیکم.
والسلام