جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح: روغتیایي سیستم او یوناني درملو کرونا ته ماتې ورکړې

امرالله صالح: روغتیایي سیستم او یوناني درملو کرونا ته ماتې ورکړې

تاند ( شنبه ، د سرطان ۱۴) د افغانستان دولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، په افغانستان کې د کرونا ویروس منحني په روغتیايي سیستم او یوناني درملو کارولو سره مات شوی دی.

امرالله صالح پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي: « زما په کلي کې په لسګونو ځوانانو، د منځنۍ کچې خلکو او عمر خوړلو کسانو او د هغوی کورنیو د کرونا ویروس ته ماته ورکړې ده.»

صالح دغه راز لیکلي، کېدای شي دا چاره مسلکي نه وي خو په خبره یې انګېرنه داده، چې په روغتیایي سیستم او د یوناني درملو ته په مراجعې یې کرونا ماته کړې وي.

صالح وروسته له هغې د یوناني درملو د اغیزو خبره کوي، چې څه موده وړاندې د حکیم الکوزي په نوم یو کس، چې ویل یې د کرونا ناروغۍ د رغیدو درمل یې جوړ کړي روغتیا وزارت سخت  یې مخالفت وکړ او هغه یې په بیلابیلو نومونو تورن کړ.

2 COMMENTS

  1. د ولسمشر لومړی مرستیال د خبرو سره زه موافق یم، ځکه د کورونا وایروس د ناورین کوم جدولونه چه په انترنیټ کی دهیوادونو په هکله معلومات ورکوی، په دغو کی د افغانستان هیواد د نفوس په پرتله د کورونا په مقابل کی تر ټولو غوره (د ناروغانو او مړینی شمیره کمه) ده.
    وګوری افغانستان ۳۸ میلونه نفوس: په کورونا اخته ۳۲ نیم زره/ مړینه ۸۰۰ کسان
    پیرو هیواد ۳۲ میلونه نفوس: په کورونا اخته ۳۰۰ زره/ مړینه ۱۰۰۰۰ کسان
    چیلی هیواد ۱۹ م : په کورونا اخته ۲ لکه ۹۰ زره/ مړینه ۶۰۰۰ کسان
    سعودی عربستان ۳۴ م : په کورونا اخته ۲ لکه / مړینه ۱۸۰۰ کسان
    کاناډا ۳۷ م : په کورونا اخته یو لک څخه زیات/ مړینه ۸۵۰۰ کسان
    همداسی قطر، سویډن، بیلروس، بلجیم، ایکوادور، امارات ابوظبی، هالنډ، کویټ، قزاقستان او ځینی نورو هیوادونو څخه د افغانستان نتیجه غوره ده.
    البته د نفوسو معلومات د انترنیټ د جدول په اساس دی.

  2. دافغانستان دروغتیا وزارت په احصایی باید باور ونه شی., دا ځکه چه دکرونا دمرض و تشخیص ته دافغانستان دنفوسو د10% نه زیاد خلگ لاسرسی نه ورته لری .هغه کسان چه مریضان کیږی او هم بیرته رغیږی ‘دهغو احصائیه دچاسره نشته ‘ځکه چه هغوی په کورونو کی دی اویا خپله تداوی په خپلو لږو امکاناتو خپله کوی ‘.که په هره سیمه اومنطقه کی ددی مرض نه څوک مړ هم شی ‘څوک نه خبریږی چه دکومی مریضی له کبله مړ شوی.بله مهمه خبره داده چه په افغانستان دلس هاو کلونو راپه دی خوا جنگ روان دی او تر اوسه هم دجنگ مرگونه په لس هاو واره دنورو مریضی گانو دمرگ په تناسب ډیر دی .نو ځکه هم دکرونا تلفاتو افغانان وارخطا نه کړل.
    اوس هم داکثره خلگو دا باور دی چه حکومتی چارواکو ته دکرونا مریضی یوه لنگه غوا ده ‘چه دمربوطه سکتور ولوړ پوړو چارواکو ته دفساد ښه وسیله ده.که نه خو هغه کسان چه دحکیم الکوزی دشربتو دڅاڅکو داستعمال نه جوړ شوی دی ,وایی چه دا خبره هم صدق نه کوی چه وایی ددی څاڅکو داستعمال نه وروسته انسان په مخدره موادو محتاط کیږی’.ولی خلگ جوړشوی ,مگر محتاط شوی هم نه دی.نو عادی خلگ وایی چه دروغتیا وزارت تحقیقات اولابراتواری څیړنه نبمگړی اویا بالکل ناقصه څیړنه وه’.ددی پر ځای چه دهغی دوا په تولید او تقسیم کی یی اسانتیاوی برابری کړی وای ‘هغوی خنډونه جوړ کړل او منع یی کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب