Homeخبرونهد واده لپاره د مناسب عمر په اړه د سویس د زوریخ...

د واده لپاره د مناسب عمر په اړه د سویس د زوریخ پوهنتون څېړنه څه وايي؟

تاند – که څوک وپوښتي: «د واده لپاره تر ټولو ښه عمر کوم دی؟» نو د دې پوښتنې ساده ځواب نشته.

هر انسان بېل دی او د واده لپاره یو واحد او بشپړ مناسب عمر نه شته.

خو کله چې د ذهني روغتیا خبره راځي، څېړنې ښيي چې له یوه ټاکلې عمر وروسته ناواده پاتې کېدل پر احساساتي هوساینې منفي اغېز کولی شي.

د واده په اړه د سویس د زوریخ پوهنتون په یوه څېړنه کې له ۱۷ زرو څخه د زیاتو کسانو معلومات وڅېړل شول، چې پکې څرګنده شوه چې واده نه کول پر ذهني روغتیا او له ژوند څخه پر رضایت منفي اغېز لرلی شي.

څېړنه وایي که واده و نه شي، نو له ۲۴ کلنۍ وروسته د یوازیتوب او خپګان (ډیپریشن) امکان په څرګنده توګه زیاتېږي، او تر ۲۹ کلنۍ پورې دا اغېز لا پسې شدیدېږي.

د څېړنې له مخې، د ذهني روغتیا لپاره د واده تر ټولو مناسب عمر شاوخوا ۲۶ کاله بلل شوی دی. له دې وروسته د یوازیتوب او احساساتي فشار کچه لوړېږي.

د زوریخ پوهنتون څېړونکو ویلي چې لږ تر لږه د ذهني روغتیا د ښه والي لپاره پر وخت واده کول مهم دي، که نه نو د ژوند خوښي او رضایت کېدای شي کم شي.

په دې څېړنه کې ګډونوال د پیل پر مهال ۱۶ کلن وو او د هغوی ذهني روغتیا تر نژدې ۳۰ کلنۍ پورې څارل شوې ده.

دا څېړنه د «Journal of Personality and Social Psychology» په نوم په یوه علمي ژورنال کې خپره شوې ده، چې پکې د واده، یوازیتوب او ذهني روغتیا ترمنځ اړیکې په تفصیل سره څېړل شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...