تاند (جمعه، د سلواغې/ دلوې ۳ مه) د امریکا دوو چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د امریکا د سمندري ځواکونو الوتکلېږدوونکې بېړۍ (Carrier Strike Group) به له نورو پوځي تجهیزاتو سره یو ځای په راتلونکو ورځو کې منځني ختیځ ته ورسېږي؛ دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر هممهاله هیله څرګنده کړې چې له ایران سره به له پوځي نښتې ډډه وشي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا جنګي بېړۍ، د «یواساس ابراهام لنکن» الوتکهلېږدوونکې بېړۍ، څو ویجاړونکي بېړۍ او جنګي الوتکې، له تېرې اوونۍ راهیسې د اسیا–پسیفیک له سیمې خوځېدلي دي. دا اقدام په داسې وخت کې شوی چې د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې، په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې په تېرو میاشتو کې په ایران کې پراخ لاریونونه په زور وځپل شول.
یوه بل امریکايي چارواکي زیاته کړه چې په منځني ختیځ کې د اضافي هوايي دفاعي سیستمونو د ځای پر ځای کولو موضوع هم تر ارزونې لاندې ده. امریکا معمولاً د سیمې د کړکېچونو پر مهال خپل پوځي حضور زیاتوي، چې د کارپوهانو په وینا، دا کار کېدای شي بشپړه دفاعي بڼه ولري.
خو د امریکا پوځ تېر اوړی، د جون له هغو بریدونو مخکې چې د ایران پر اتومي پروګرام وشول، لوی پوځي تمرکز رامنځته کړی و، او وروسته یې پر دې ویاړ وکړ چې د برید نیت یې پټ ساتلی و.
ډونالډ ټرمپ مخکې څو ځله د ایران د لاریونوالو د وژل کېدو له امله د مداخلې ګواښ کړی و، خو په تېره اوونۍ د اعتراضونو له کمېدو سره د هغه دریځ هم نرم شوی دی. ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل چې هیله لري امریکا به پر ایران بله پوځي حمله ونه کړي، خو ټینګار یې وکړ چې که تهران خپل اتومي پروګرام بیا پیل کړي، امریکا به غبرګون وښيي.
هغه د سویس کې په داووس ښار کې له CNBC شبکې سره په مرکه کې وویل: «هغوی نه شي کولی اتومي وسلې ترلاسه کړي.»
ده د ۲۰۲۵ کال په جون کې د امریکا هوايي بریدونو ته په اشارې زیاته کړه: «که دا کار وکړي، بریدونه به بیا تکرار شي.»
ایران مکلف دی چې آژانس ته راپور ورکړي چې پر هغو تأسیساتو څه تېر شوي چې د امریکا له لوري ویشتل شوي، او همدارنګه د هغو اتومي موادو برخلیک هم روښانه کړي، چې پکې شاوخوا ۴۴۰.۹ کیلوګرامه یورانیم شامل دی چې تر ۶۰ سلنه پورې غني شوي او د وسلې د کچې (کابو ۹۰ سلنې) ته نژدې دي. د آژانس د معیارونو له مخې، که دا مواد نور هم غني شي، د شاوخوا ۱۰ اتومي بمونو لپاره بسنه کوي.
لا هم څرګنده نه ده چې ایا په ایران کې به اعتراضونه بیا زور واخلي که نه. دا اعتراضونه د دسمبر په ۲۸مه د تهران په لوی بازار کې د اقتصادي ستونزو پر ضد له محدودو غونډو پیل شول او ژر ټول هېواد ته وغځېدل.
د بشري حقونو ادارې «هرانا» ویلي چې تر اوسه یې د ناآرامیو له امله د ۴۵۱۹ کسانو وژل کېدل تایید کړي، چې پکې ۴۲۵۱ معترضان، ۱۹۷ امنیتي ځواکونه، ۳۵ کسان تر ۱۸ کلونو کم عمره، او ۳۸ لارویان شامل دي چې نه معترضان وو او نه د امنیتي ځواکونو غړي.
هرانا همداراز ویلي چې د ۹۰۴۹ نورو مړینو قضیې لا هم تر څېړنې لاندې دي. یوه ایراني چارواکي هم رویټرز ته ویلي چې تر یکشنبې پورې د تایید شویو وژل شویو شمېر له ۵۰۰۰ څخه اوښتی، چې شاوخوا ۵۰۰ یې د امنیتي ځواکونو غړي وو.