تاند (جمعه، د سلواغې/ دلوې ۳ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «د سولې شورا» منشور، چې د هغه په نوښت جوړ شوی، د سویس په داووس ښار کې لاسلیک کړ.
ټرمپ ټینګار وکړ چې دا بنسټ به له ملګرو ملتونو سره په همغږۍ فعالیت کوي.
مخکې داسي اندېښنې څرګندې شوې وې چې ګواګي ټرمپ د دې شورا په جوړولو سره د ملګروملتو د پای ته رسولو هڅه پیل کړې ده،
په هغو مراسمو کې چې د پنجشنبې په ورځ د سلواغې په دوهمه (۲ فبروري) د ځینو بلل شویو نړیوالو مشرانو په حضور کې ترسره شول، د سپینې ماڼۍ ویاندې کرولاین لیوېټ اعلان وکړ چې د سولې د شورا منشور د عملي کېدو پړاو ته داخل شوی او دا شورا به د یوه رسمي نړیوال سازمان په توګه خپل کار پیل کړي.
د منشور د لاسلیک مراسم په داووس ښار کې او د «نړیوال اقتصادي فورم» له کلنۍ غونډې هممهاله ترسره شول؛ هغه غونډه چې د نړۍ سیاسي او اقتصادي مشران پکې ګډون کوي.
ډونالډ ټرمپ به د سولې د شورا مشري پر غاړه ولري، او هغه هېوادونه چې دې شورا ته یو میلیارد ډالر مالي مرسته وکړي، کولی شي د هغې دایمي غړیتوب ترلاسه کړي.
د نورو هېوادونو غړیتوب به د درې کلونو لپاره وي. د ټرمپ حکومت تر اوسه د شورا د ټولو غړو بشپړ لېست نه دی خپور کړی.
ټرمپ د منشور تر لاسلیک مخکې وویل چې د شورا د جوړښت له بشپړېدو سره به په بېلابېلو برخو کې د اقدام امکان برابر شي او دا اقدامات به له ملګرو ملتونو سره په همغږۍ ترسره کېږي. هغه زیاته کړه چې ملګري ملتونه پراخ ظرفیتونه لري چې د ده په وینا تر اوسه ترې بشپړه ګټه نه ده اخیستل شوې.
د امریکا ولسمشر همداراز ټینګار وکړ چې د سولې شورا به یوازې په غزې تړانګه کې د اوربند په موضوع پورې محدوده نه وي او دا شورا به د ملګرو ملتونو بدیل هم نه وي. د ټرمپ په وینا، دا بنسټ به د نړۍ نورو ننګونو او شخړو ته هم پام کوي.
ټرمپ وویل چې د سولې د شورا ترکیب او هغه کسان چې پکې شامل دي، کولی شي په نړیواله کچه یو بېساری نوښت وي او دا شورا دا وړتیا لري چې تر ټولو په مهم بنسټ بدله شي.
د سولې د شورا د جوړېدو مفکوره په پیل کې د غزې د بیا رغونې د څار لپاره مطرح شوې وه، خو د منشور مادې یې تر دې ډېرې پراخې دي او د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د شخړو د حل هڅې هم پکې شاملې دي. ټرمپ ټینګار وکړ چې غزه د دې شورا د فعالیت د پیل ټکی دی او که بریالۍ شي، د مأموریت لمنه به یې نوره هم پراخه شي.