پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد افغانستان د جګړې په اړه د ټرمپ څرګندونو د ناټو ځینې...

د افغانستان د جګړې په اړه د ټرمپ څرګندونو د ناټو ځینې غړي غوسه کړي

تاند (جمعه، د سلواغې/ دلوې ۳ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په جګړه کې د ناټو د سرتېرو د رول په اړه د څرګندونو له امله د بریتانیايي سیاستوالو او هغو سرتېرو، چې د افغانستان په جګړه کې یې ګډون کړی و، سخت غبرګونونه پارولي دي.

 ټرمپ ویلي چې د ناټو پوځیان لومړۍ کرښې ته نه تلل.

د «Help for Heroes» ادارې د معلوماتو له مخې، له ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغانستان په جګړه کې د ناټو شاوخوا ۱۱۸۶ غیرامریکايي سرتېري وژل شوي، په داسې حال کې چې د امریکا د وسله‌والو ځواکونو تر ۲۳۰۰ زیات غړي وژل شوي دي.

خو ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل چې دی ډاډه نه دی چې که امریکا کله اړتیا ولري، ناټو به ورسره ودریږي. هغه فاکس نیوز ته وویل:
«هغوی به ووایي چې موږ افغانستان ته یو شمېر سرتېري ولېږل… او هو، هغوی ولېږل، خو لږ شاته پاتې شول، له لومړۍ کرښې څخه لږ لرې.»

لارډ سېډوېل، چې پخوا په افغانستان کې د بریتانیا سفیر و، ټایمز راډیو ته وویل چې د ټرمپ دا ادعا سپکوونکې او بیخي ناسمه ده، او دا طبیعي ده چې د افغانستان جګړې تجربه‌کاره سرتېري او د وژل شویو کورنۍ به سخت خواشیني شي. هغه وویل:
«امریکایانو لوی بار پر غاړه واخیست، خو د بېلګې په توګه بریتانیا او ډنمارک د امریکایانو پرتله د تلفاتو لوړه کچه لرله.

زه په خپله افغانستان کې وم، هلته همدا حالت و، او هغوی تر ټولو په خطرناکو سیمو کې په تر ټولو سختو جګړو کې ښکېل وو. نو ټرمپ یو مخ غلط دی چې دا موضوع سپکه وګڼي.»

د هغو بریتانوي سرتېرو کورنیو چې په افغانستان کې وژل شوي، ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې په هلمند کې هیڅ څرګنده لومړۍ کرښه نه وه، ځکه طالبانو به هر ځای ماینونه ښخول او د عامو خلکو په منځ کې به پټېدل.

د لېبرال ډېموکراټ ګوند مشر سر اېډ ډېوي وویل:
«ټرمپ پنځه ځله له پوځي خدمت څخه ځان خلاص کړی و. هغه څنګه جرأت کوي چې د هغوی قربانۍ تر پوښتنې لاندې راولي؟»

د محافظه‌کار ګوند غړي بن اوبېس-جېکټي، چې په افغانستان کې یې د شاهي یارکشایر رېجمېنټ د کپتان په توګه پوځي خدمت کړی، وویل:
«دا خواشینوونکې ده چې زموږ د هېواد قرباني او د ناټو د شریکانو قرباني د امریکا د ولسمشر له لوري دومره سپکه وبلل شي.»

2 COMMENTS

  1. همداسی خبری پس لدی چی مونږه روسان مات کړل د وارسا په غړو هیوادو را پورته شوې چی بالاخره سبب د دی شوې چی وراسا یا د روسانو او د هغوی د متحدینو تړون مات شی. ډیر زر به ګوری چی ناتو به هم ختمیږی یا به په امریکا ور څخه وباسی ـ

  2. دغسي ښه یاست غلامانو هم مردار سولاست او پړ سولاست. اوس یو جاهل ناپوهه ترومپ په تاسي ملڼډي وهي او احسان هم درباندي باروي. تاسي ټول د چور چپاول لپاره تللي واست مګر افغان ولس هم تاسي د سر په کاسه کې وینې درکړې. فرنګیانو ! تاسي د اتلسمې پیړۍ د مردار سوو نیکونو د غچ اخیستلو لپاره تللي واست. که څه هم تاسي ډیر بیګناه افغانان ووژل حتی د مړو سویو طالبانو په بدنونو مو میتیازې وکړې او له هلمنده مو تر دوو سوو زیاتې لارۍ یورانیوم غارت کړل.ستاسي د اروپایی یرغلګرو او د خونخوارې د بشریت او انسانیت دښمنې امریکې جنایتونه به بشریت هیر نه کړې. دا څنګه د امریکې د مردارو سویو یرغلګرو شمیر دریو زرو ته راټیټ سو؟ ددوۍ د مردارو سویو شمیر خو په ۲۰۲۰ کال کې پنځه زره او څو سوه وه ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...