پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد سالنګ په واوره کې دوه مسافر مړه او بند پاتې ۱۲...

د سالنګ په واوره کې دوه مسافر مړه او بند پاتې ۱۲ مسافر وژغورل شول

‏تاند (جمعه د سلواغې ـ دلوې ۳مه) د طالبانو د ټولګټو وزارت وایي، د سالنګو د څارنې او ساتنې عملیاتي ټیم دوشاخ سیمه کې د واوري ښویېدني له کبله بند پاتې مسافر وژغورل شول.

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف‌ حق‌‌شناس ویلي، د تېزې واورې او طوفان له کبله پرون پنج شنبه ناوخته دوشاخ سیمه کې یو هوټل او څو هټۍ تر واورو لاندې شوې، چې پایله کې یې دوو تنو ژوند بایللی او ۱۲نور ټپیان شوي.

دغه راز دغې پېښه کې یو تن نادرکه شوی و چې وروسته د عملیاتي ټیم په هلو ځلو له واورو را ایستل شوی.

حق‌شناس ویلي، نن ورځ هم سویلي سالنګ کې طوفان او تېز باد جریان لري.

نوموړي له هېوادوالو غوښتي، چې د شرایط تر مساعدو دې له دې لارې په سفر کولو ډډه وکړي.

دغه راز نن دوهمه ورځ ده چې د کابل په ګډون په ګڼو ولایتونو کې واوره او باران وریږي او یو شمېر ولایتونو کې د لارو د بندېدو ترڅنګ مالي او ځاني زیانونه هم اړولي خو لا یې په اړه بشپړ مالومات نه دی خپاره شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...