ډاکټر ش میرهکی
سکیزوفرینیا یوه عقلي عصبي ناروغي ده او له یوناني کلمې (Schizophernia) څخه اخیستل شوې چې سکیزین جداکیدو او فرین فکر ته وایي.
تقریبا د ټولنی یو سلنه د ژوند په اوږدو کې په دې ناروغۍ اخته کیږي او په کال کې تر دوو ملیونو زیات افغانان په دې ناروغۍ اخته کیږي.
په دې ناروغۍ نارینه او ښځینه په مساوي ډول اخته کېږي. هغه نارینه چې په سکیزوفرینیا ناروغي اخته کیږي معمولا د پنځلسو او پنځه ویشتو کالونو ترمینځ عمر لري، او ښځې چې په دې ناروغي اخته کیږی معمولاً د پنځه ویشتو او پنځه دیرشو کالونو په عمر کې وي.
دا ناروغي د نړۍ په ټولو ملکونو او کلچرونو کې لیدل شوې او زیاتره د ټولنې په ټیټو طبقاتو کې لیدل کیږي.
نښې نښانې:
۱ـ له ځان سره خبرې کول
۲ـ بې اشتهایي.
۳ـ د وخت نه پیژندل
۴ـ بې احساسي
۵ـ بې خوبي
۶ـ چیغې او نارې
۷ـ جامې پر ځان څیرول
۸ ـ له کوره نه وتل
۹ـ د وزن کموالی
۱۰ـ لیونتوب
۱۱ـ زیاتې خبرې کول
۱۲ـ له یوې موضوع څخه بلې موضوع ته تلل
۱۳ـ زیات قهر او غضب ورتلل
۱۴ـ د خولې وچوالی
او داسی نور
له ډیر وخت راهیسې دا خبره څرگنده شوې ده چې دا ناروغي په ارثي ډول په کورنیو کې لیدل کیږي، هغه کسان چې په دې ناروغي اخته خپل خپلوان لري زیات امکان لري چې دوی هم د سکیزو فرینیا په ناروغۍ اخته شي، نسبت هغو کسانو ته چې په کورنۍ کې د دې ناروغۍ تاریخچه نه لري.
د مثال په ډول که د یوه زایگوټ لرونکی غبرگوني که چیرې یو یې په سکیزوفرینیا اخته شي نو بل یې څلویښت تر پنځوس سلنه د ناروغی د اخته کیدو احتمال لري.
هغه ماشوم چی مور یا پلار یې په دې ناروغۍ اخته وي لس سلنه امکان لري چی سکیزو فرینیا پیدا کړي. په دغوناروغانو کې د ډوپامین په نامه کمیاوي مواد زیاتیږي او په اناټومیک لحاظ د سر د کوپړۍ درېیم بطین غټیږي.
ناروغان په غیر عادي ډول خپلې سترگې ښوروي او سترگې زیاتې رپوي، د ناروغ په سلوک او طرز تفکر کې بدلون راځي.
د سکیزوفرینیا وصفي اعراض دا دي چې ناروغ هالوسینیشن پیدا کوي یعنی دا چې ناروغ په خپل سر غږونه اوري او بیا هماغو غږونو ته په ځواب ویلو سره گډ وي.
بل دغه ناروغان ډیلوژن لري یعنې دا چې د ناروغ طرز تفکر مختل وي او داسې عقاید لري چې حقیقت نه لري د مثال په ډول ناروغ فکر کوي چې پولیس ور پسې گرځي او یا دا چې مطبوعات یې په هکله خبرې کو، او داسي نور.
د ناروغ خبرې تسلسُل او ارتباط نه لري چې ورته لوس اسوسیشن وایي او له یوې موضوع څخه بلې موضوع ته ټوپ وهي چې ورته فلایټ آف آیډیا وایي.
ډیره مهمه خبره دا ده چی په دغو ناروغانو کې د ځان وژنې احتمالات زیات دي نو باید د کورنۍ او طبي پرسونل له خوا په ټینگه په نظر کې ونیول شي.
او بیړنۍ درملنې ته یې اړتیا شته باید درملنه یې د اعصابو متخصص له خوا وشي.