Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان اومه سره زر د ازبکستان په خاوره کې پروسیس کېږي

د افغانستان اومه سره زر د ازبکستان په خاوره کې پروسیس کېږي

تاند (جمعه، د سلواغې/ دلوې ۳ مه) د ازبکستان چارواکي وایي، د سرخان‌دریا په سیمه کې یې د افغانستان د اومو سرو زرو د تصفیې او پروسس کار رسماً پیل کړی دی.

د افغانستان ۲۰ کیلوګرامه اومه سره زر چې ارزښت یې ۲.۹ میلیون ډالره دی، د «ترمذ ګولد پروډکشن» شرکت ته سپارل شوي دي.

یاد شرکت د ترمذ د نړیوال سوداګریز مرکز په ازاده اقتصادي سیمه کې دننه د ګاڼو د تولید په برخه کې فعالیت کوي.

د چارواکو په وینا، هغه سره زر چې مخکې به یوازې د ازبکستان له لارې نورو هېوادونو ته ترانزیت کېدل، اوس به په همدې هېواد کې د لوړ ارزښت لرونکو نیمه‌جوړ ګاڼو په محصولاتو بدل شي او بیا به صادر شي.

د سرخان‌دریا د ګمرک اداره وایي چې دا پروژه د ځایي چارواکو او د ګمرک د کمېټې په ملاتړ عملي کېږي، او موخه یې د ګمرکي بهیرونو اسانه کول، د صنعتي ظرفیت لوړول او د ګاڼو صنعت پیاوړی کول دي.

د ازبکستان چارواکي باور لري چې دا ګام به د پانګونې فضا ښه کړي او د صادراتو په زیاتېدو کې به مرسته وکړي؛ دا بدلون د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د کانونو په برخه کې د اقتصادي همکاریو د پراخېدو نښه بلل کېږي.

تر دې مخکې هم متحده عربي اماراتو او ازبیکستان د اوزبکستان د کانونو د سکتور د پراختیا لپاره یو تفاهم‌لیک لاسلیک کړی و.

د ازبکستان چارواکو ټینګار کړی چې دا نوښت به په سیمه کې د پانګونې جذابیت زیات کړي او د ګمرک کړنلارې به ساده کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...